اوکرايين کړکېچ: د روسیې بريد کې د ۱۳۷ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی

د اوکرایین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي وايي، د پنجشنبې په ورځ د روسیې د یوه لوی پوځي برید په لومړۍ ورځ ۱۳۷ اوکرایني اتباع چې پوځیان او ملکي وګړي دواړه په کې شامل دي وژل شوي دي.

تر دې وړاندې د اوکرايین د روغتيا وزير ويکټور لياشکو تائيد کړې چې د روسيې د پوځ له خوا په بريد کې ۵۷ کسان وژل شوي او ۱۶۹ نور ټپیان شوي دي.

د اوکرایين خبري اژانس انټرفکس د راپور له مخې ښاغلي لياشکو ويلي چې د روغتيا سيستم لا په پښو ولاړ دی.

پنجشنبه سهار وختي روسيې پر اوکرايين کې د کروز او بالستيکو توغنديو په مرسته هوايي ډګرونه او پوځي بنسټونه په نښه کړل او د هوا او سمندر له لارې يې پر دغه هېواد بريد پيل کړ.

د اوکرايين پلازمېنې کييف په ګډون په څو ختيځو ښارونو خارکيف او کرماتورک کې چې د روس پلوه بېلتونپالنو تر کنټرول لاندې سيمو ته نژدې دي د چاودنو غږونه اورېدل شوي.

اوکرایین ته له څو لورو د روسیې پوځي کاروانونه ننوتي دي. د پلازمېنې کیېف شمال کې یو کاروان د بېلاروس له لوري اوکرایین ته داخل شوی دی. یو بل کاروان بیا په سویل کې د کریمیا له سیمې اوکرایین ته ننوتی، چې ۲۰۱۴ کال کې روسیې په خپله خاوره پورې غوټه کړه.

پر اوکرايين د روسيې بريد په نړيواله کچه غبرګونه راپارولي دي خو د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين وويل چې د اوکرايين د نيولو هوډ نه لري. نوموړي له اوکراییني پوځیانو وغوښتل چې وسله پر ځمکه کېږدي. نوموړي زیاته کړه، له بهره هر ډول مخنیوی به د مسکو له چټک غبرګون سره مخامخ شي.

امريکا او اروپايي هېوادونو پر اوکرایین د روسیې برید ته سملاسي غبرګونونه ښودلي او د روسي ځواکونو دا یرغل یې غندلی دی. د امریکا او بريتانيا په ګډون يو شمېر هېوادونو پر روسيې نوي بنديزونه هم لګولي دي.

بريتانيا د وروستيو بنديزونو په لړ کې د لويو روسي بانکونو شتمنۍ بندې کړې دي. د بريتانيا لومړي وزير بورېس جانسن د روسيې پر ضد د وروستيو بنديزونو په بيانولو کې د اوکراينيانو سختې دفاع ته اشاره وکړه او ولادمير پوتين يې يو "بريدګر" وباله چې وايي لاسونه يې په "وينو ککړ" دي.

هغه وویل، په بریتانیا کې د روسیې د سترو بانکونو ټولې شتمنۍ به کنګل شي. د بريتانيا لومړي وزير هم ژمنه کړې چې راتلونکې اوونۍ به د بريتانيا په بازارونو کې د لويو روسي شرکتونو د پانګې او مالي راکړې ورکړې د زياتوالي د مخنيوي لپاره مقررات وضع کړي.

بل پلو د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، "د روسیې پوځ پر اوکرایین پرته له کومې پارونې جدي برید کړی دی." هغه وویل چې دا برید له میاشتو راهیسې پلان شوی و.

نوموړی وايي، د اوکرایين پولو ته د ولسمشر پوتين د ۱۷۵۰۰۰پوځيانو او پوځي تجهيزاتو لېږل او هلته د يوه ساحوي روغتون جوړولوڅخه د هغه نيت معلومېږي.

نوموړي زیاته کړه چې د دې کړکېچ د مخنيوي لپاره پوتين د لوېديځ له خوا د خبرو ټولې هڅې رد کړې.

پر اوکرايين له بريد وروسته د دغه هېواد ولسمشر ولادمیر زېلینسکي د اوکرایین لروبر د پوځي قانون د نفاذ او ترڅنګ یې له روسیې سره د ټولو دېپلوماتیکو اړیکو د پرېکون اعلان وکړ.

هغه وویل: "وار مه خطا کوئ. موږ ځواکمن یوو. هر څه ته چمتو یوو. هر څوک ماتولی شو، ځکه موږ اوکراینیان یوو.

اوکرایین چارواکي د یوې روسۍ الوتکې غورځولو ادعا هم کوي، خو مسکو یې دا ادعا ردوي.

پر اوکرايين د روسيې له بريد وروسته اوس په نړیوال بازار کې د تېلو یوه بېرل بیه اووه کاله وروسته لومړی ځل له سل ډالره پورته شوې ده. داسې ښکاري چې د دې شخړې اغېز به د نړۍ په ځانګړې توګه د اروپا پر اقتصاد هم دروند وي