تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند او بنګله دېش کې سمندري توپان؛ میلیونونه خلک خوندي سیمو ته لېږدول شوي
په هند او بنګله دېش کې له بنګال خلیجه د را روان لوی سمندري توپان له امله له ساحلي سیمو ملیونونه کسان خوندي سیمو ته لیږدول شوي. تمه ده دا توپان چې امفان بلل کیږي سبا چارشنبه ناوخته د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډې پولې ته را ورسیږي.
هندي چارواکي وايي له شلو زیات ژغورونکې ډلې سیمې ته رسېدلې او څو نورې د تیارسي په حال کې دي. خو د کورونا وېروس له امله په دواړو هېوادونو کې د خلکو خوندي سیمو ته رسولو چاره سخته شوې ده.
د هوا حالت څارونکې ډلې وايي تمه ده چې دا توپان په یوه ساعت کې د ۱۸۵ کیلومتره چټک باد سره ساحلي سیمې وځپي.
په بنګله دیش کې چارواکي وايي دا توپان به د ۲۰۰۷ کال د سیډر توپان را وروسته چې د ۳۵۰۰ کسانو ژوند یې واخیست تر ټولو قوي توپان وي. هغه مهال ډېر کسان له دې امله مړه شول چې د سمندر اوبو سطحه لوړه شوه او ساحل ته ورسیدې.
په داسې حال کې چې د دې سمندري توپان سره د مله باد چټکوالی به وچې ته له رسېدو وړاندې لږ کم شي، د هند د هوا پيژندنې اداره اټکل کوي چې ښايي د سمندر د اوبو سطحه له درې تر پنځو مترو لوړه شي.
دا توپان په داسې یوه وخت رامنځته کیږي چې په هند کې لسګونه زره کارګر د کورونا وېروس له امله د لګول شوي بندیز په پایله کې خپلو کلیو ته تللي دي.
د دې کسانو ډېره برخه کې لویدیځ بنګال او اودیسا ایالتونو ته تللي دي. اودیسا ایالت ته د دې توپان له امله د هغو ریل ګاډو تګ لغوه شوی چې د روانې مۍ میاشتې د ۱۸ او ۲۰ نېټې ترمنځ موده کې پلان شوی وو.
چارواکو ځینو سیمو ته د خلکو پر ورتګ بندیز لګولی او له مرکزي حکومته یې غوښتنه کړې ده چې هغه کاریګر چې خپلو سیمو ته پلي روان دي د توپان تر ختمیدو نورو سیمو کې ځای پر ځای کړي.
تمه ده خوندي سیمو ته د خلکو رسول د چارشنبې تر سهاره دوام وکړي. د بنګله دیش د ناورین سمبالولو چارو وزیر بي بي سي ته ویلي د شاوخوا دوه ملیونه وګړو د خوندي کولو پلان لري.
د کورونا وېروس له امله د ټولنیز واټن پام کې نیولو لپاره لا ډیر میشت ځایونه په پام کې نیول شوي او خلکو ته ماسکونه ویشل کیږي.
په هند کې هم دولتي چارواکي د میشت ځایونو برابرلو لپاره هلې ځلې کوي. د بېلګې په توګه په اودیسا ایالت کې د ۸۰۰ میشت ځایونو له ډلې ۲۵۰ یې د کورونا وېروس له امله د قرنطین مرکزونو په توګه کارول کیږي.
د هند په دواړو ایالتونو کې په هغو سیمو کې چې ښايي توپان یې وځپي غوښتنه شوې ده چې ښوونځي او نورې ودانې دې د مېشت ځایونو لپاره ځانګړې شي. چارواکي اړ دي چې د معمول له اندازې زیات مېشت ځایونه په پام کې ونیسي چې ټولنیز واټن مراعات کړی شي.
په هند کې تر اوسه په سندربان سیمه کې شاوخوا ۵۰ زره کسان له خپلو سیمو ویستل شوي دي.
دا توپان به له ۱۹۹۹ کال را په دیخوا لومړی قوي توپان وي چې د بنګال په خلیج کې یې اودیسا ایالت ځپلی وو او د څه باندې نهه زره کسانو ژوند اخستی وو.
د هند د هوا پيژندنې ادارې د سیمې اوسېدونکو ته د ژیړ رنګ خبرداری ورکړی او کب نیوونکو ته یې سپارښتنه کړې چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د بنګال خلیج سویلي سیمو او د دې خلیج شمالي سیمو ته د مۍ تر شلمې نیټې له ورتګه ډډه وکړي.