اوکرایین جګړه: ولې روسیه دومره ډېر ټانکونه له لاسه ورکوي

داسې اټکل دی چې پر اوکرایین له یرغل راهیسې تېرو دوو میاشتو کې روسیې سلګونه ټانکونه له لاسه ورکړي.

د پوځي شنونکو په اند د ټانکونو بایللو یو لوی لامل تر ډېره د ټانک ضد هغه پرمختللې وسلې دي چې لویدیځ اوکرایین ته ورکړي او بله دا چې په خپله روسیې هم په ناسم ډول له ټانکونو کار اخېستی.

د روسیې د ټانکونو ویجاړی څومره پراخ دی؟

د اوکرایین پوځ وايي جګړه کې د روسیې څه باندې ۶۸۰ ټانکونه له منځه تللي دي.

پر دې سربېره - اورېکس - چې پوځي او استخباراتي مالومات راټولوي په اوکرایین کې د روسیې نظامي تلفات څارلي.

دوی د هغو عکسونو پر بنسټ چې د جګړې له ډګره ورته وراستول شوي اټکل کوي چې روسیې له ۴۶۰ ډېر ټانکونه او څه باندې ۲۰۰۰ زغروال ګاډي له لاسه ورکړي.

د رنډ ادارې او ستراتیژیکو مطالعاتو نړیوال مرکز په اند روسیې د اوکرایین جګړې په پیل کې شاوخوا ۲۷۰۰ جګړه اییز ټانکونه لرل.

د ټانک ضد وسلې څومره اغېزناکې دي

امریکا اوکرایین ته د کړکېچ په پیل کې ۲۰۰۰ جاولین ټانک ضد توغندي ورکړي وو او له هغه راهیسې یې لږ تر لږه ۲۰۰۰ نور هم وراستولي.

د جاولېن توغندیو جوړوونکې کمپنۍ لوک هیډ مارټېن په اند دا توغندي له ویشتلو وروسته مخامخ د ټانک په پورتنۍ برخه لګېږي چې زغره، اوسپنه یې تر ډېره کمزورې وي.

د روسیې ډېری ټانکونه داسې مقاومتي زغره یا وسپنه لري چې وکولی شي د توغندي زور وزغمي.

خو جاولېن توغندي بیا دوه چاودېدونکي غونډاري لري چې یو یې له چاودېدو سره مقاومتي وسپنه له منځه وړي او دویم یې ټانک له کاره غورځوي.

بریتانیا هم اوکرایین ته لږ تر لږه ۳۶۰۰ پرمختللي ټانک ضد توغندي (NLAW) استولي چې دا هم د امریکا جاولین توغندیو ته ورته کار کوي.

"جاولېن او د بریتانیا (NLAW) توغندي ډېر اغېزناک دي" دا خبره نېک رېنلډز کوي چې په رووسي انستېتیوت کې د ځمکنۍ جګړې څېړونکی او کارپوه دی.

دی زیاتوي:

"له دغې ویجاړوونکې مرستې پرته به اوکرایین کې حالت ډېر بدل وو"

امریکا اوکرایین ته سل د ټانک ضد ډرون الوتکې هم ورکړي چې په وسلو سمبالې دي. دا ډرون الوتکې د کامیکازې په نوم پېژندل کېږي او کولی شي د ډرون له چلوونکي لسګلونه کیلومتره لرې هدف په نخښه کړي.

څومره پړه د روسیې پر تاکتیک اچول کېدای شي؟

اوس مهال د روسیې پوځ د کوچنیو تاکتیکي کنډکونو یا بي ټي جیز پر مټ جګړې کې ښکېلېږي. دا کوچنۍ ډلې دي چې پر ټانکونو، وسلو او سرتېرو سمبالې وي.

د دغو ډلو جوړښت ښايي سره توپیر ولري خو تر ډېره یې بڼه داسې وي چې د سرتېرو شمېر یې کم وي خو وسلې او مهمات ښه پرېمانه وي.

سېنټ انډریوز پوهنتونو کې د ستراتېژیکو مطالعاتو پروفیسور فېلېپس اوبراین په دې اړه وايي:

"روسیه په پرتلیز ډول د پوځیانو کم شمېر لري، نو دغه ډول کوچنۍ تاکتیکي ډلې چې په ډېرو وسلو سمبالې وي ورته د جکړې ډګر کې لاسبری ورکوي. "

"دغه ‌ډلې په چټکۍ برید کوي خو تر شا یې د خوندیتوب لپاره نور سرتېري یا پرسونل نه وي نو چې کله یې کاروان تر برید لاندې راشي نو بیا یې د ملاتړ څوک نه وي. "

د پروفیسور اوبراین په وینا د هوايي ځواک نشتوالي اوکرایني پوځیانو ته دا اسانه کړې چې پر روسي پوځیانو بریدونه وکړي یا ورته کمین ونیسي.

د روسیې بې کفایتي څومره مهم رول لري؟

د اورېکس شمېرو له مخې د هغو ټانکونو نیمایي یې چې روسیې له لاسه ورکړي ویجاړ شوي نه دي بلکې یا روسي پوځیانو په ډاګ پرې ايښي او یا هم ترې اوکرایني پوځیانو ولکه کړي.

کارپوهان یې لامل تر ډېره لوژیستیکی تېروتنې او د روسي پوځیانو بې کفایتي په ګوته کوي.

پروفیسور اوبراین وايي:

"ښايي عکسونه به مو لیدلي وي چې روسي ټانکونه د اوکرایني بزګرو لخوا په ترکتورونو کشېږي. له دغو یې ځینې ټانکونه له دې امله روسي پوځیانو پرې ايښي وو چې تېل یې خلاص شوي. دا لوژیستیکي ناکامي ده. ځینې یې په خټه کې نښتي وو. "

د رووسي انستېتیوت نېک رېنلډز بیا وايي:

"ګڼ ټانکونه د خرابې ډریورۍ له امله پرېښوول شوي. ځینې یې له پله راغورځول شوي یا کنده کې لوېدلي. دا په ډاګه کوي چې روسي پوځیان تر ډېره د وسایلو کارولو په برخه کې سم نه دي روزل شوي. "

د اوکرایین حکومت وګړو ته آن په دې اړه هم مالومات خپاره کړي چې څنګه کولی شي پوځي وسایل دوی ته وروسپاري.