اوکرايين کې جګړه: په زرګونه کسان ترې تښتېدلي

د روسیې یو پوځي کاروان چې ۶۰ کیلومتره اوږد دی د اوکرایین د پلازمېنې پر لور روان دی. د سټلایټ په انځورونو کې د کیېف شمال ته زغره وال ګاډي، ټانکونه، توپخانې او لوژیستیکي وسایط ښکاري. ویل کیږي چې د کاروان مخکینۍ برخه د ښار د مرکز شاوخوا ۳۰ کیلومترۍ ته رسېدلې ده.

د دواړو خواوو پلاوو، له بیلاروس سره د اوکراین پولې ته څېرمه خبرې اترې کړې دي. خو کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي، خو دا یې تایید کړې ده چې ښايي د اونۍ په وروستیو کې بیا سره وګوري.