د کاناډا لومړی وزير اوکرايین ته په ناڅاپي سفر تللی

د کاناډا لومړی وزير جسټن ټروډو د اوکرايین اېرپن ښار ته چې د روسيې د يرغل په پيل کې ترسختې بمبارۍ لاندې و او په لنډمهاله توګه د روسي ځواکونو له خوا نيول شوی و په يوه نا اعلان شوي سفر تللی دی.

د اېرپن ښاروال السکاندر مارکوشين پر ټيليګرام ليکلي، "ښاغلی ټروډو راغلی چې په خپلو سترګو ټول هغه وحشت وويني چې روسي نيواکګرو زموږ په ښار کې رامنځته کړی دی".

اوکرايين ته جسټن ټروډو په داسې حال کې سفر کړی چې د دغه هېواد د ختیځ لوهانسک سیمه کې پر یوه ښوونځي هوايي برید شوی چې ویل شوي ښايي لسګونه کسان پکې وژل شوي‌ وي.

دې سیمه کې روس پلوه بېلتونپال د اوکراییني‌ ځواکونو پر وړاندې جګړه کې دي.

د لوهانسک والي 'سېرهي‌ هایدای' تر اوسه د دوو کسانو د وژل کېدو او ۷ نورو د ټپي کېدو پخلی کړی خو ویلي یې دي‌ اندېښنه ده چې تر ۶۰ کسان به د ښوونځي تر نړېدلې ودانۍ لاندې وي.‌

هغه ویلي بمونه روسۍ الوتکې غورځولي دي.

د لوهانسک والي زیاته کړې چې د پېښې پر مهال شاوخوا ۹۰ کسانو دغه ښوونځي کې پناه اخیستې وه چې ۳۰ ترې ژوندي وتلي.

روسیې تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.‌

تېره ورځ د دې پېښې ځای ته له څېرمه سیمو د اوکراییني‌ ځواکونو او بېلتونپاله وسله والو ترمنځ د سختو جګړو رپوټونه ورکړ شوي‌ وو.‌

ویل شوي چې د سیمې ملکي خلکو د همدغو نښتو له کبله د دغه ښوونځي تلخونه کې پناه اخیستې وه.

‌ملګري ملتونه وايي‌ پر اوکرایین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې ۲۳۴۵ ملکي کسان وژل شوي او تر ۲۹۰۰ ډېر نور ټپي دي.‌

دې جګړه کې له دواړو خواو زرګونو پوځیانو ته هم مرګژوبله اوښتې.

دې جګړې همدا راز له ۱۲ میلیونو ډېر کسان بې کوره کړي‌ چې شاوخوا ۵ اعشاریه ۷ میلیونه ترې ګاونډیو هېوادونو ته تښتېدلي.‌

لوهانسک د دونباس سیمې برخه ده چې زیاته برخه یې له تیرو اتو کلونو راهیسې د روس پلوه بېلتونپالو تر کنټرول لاندې ده.‌

تر دې وړاندې د اوکرايین سویلي اودیسا ښار کې د توغندیو لګېدو رپوټونه ورکړ شوي وو.

يوه ځايي وياند سرهای بارتچوک د توغنديزو بريدونو پخلی کړی و.

پر ټولنيزو رسنيو خپرو شويو ويډيوګانو او عکسونو کې د پېښې په ځای کې تور لوګی او ويجاړي ښکاري.

دا بريدونه په داسې حال کې شوي چې د اوکرايين دفاع وزارت وايي، د روسيې يوه کښتۍ يې په ډرون بريد کې له منځه وړې ده.

په خپره شوې ويډيو کې ښکاري چې کښتۍ اور اخيستی او وېل کېږي دغې کښتۍ د زغره والو ګاډو د وړلو لپاره کارول کېده.

د پېښې د ځای په اړه څه نه دي ويل شوي خو رويټرز خبري اژانس د بريد ځای د سانپ ټاپو ياد کړی.

د تور سمندرګي په شمال لوېدیځ کې دغه ټاپو د روسیې د ځواکونو لخوا پر اوکرايين د یرغل په پیل کې نيول شوی و.

اوکرایين تر اوسه پورې د روسيې د ١١ جنګي بېړيو د ويجاړولو ادعا کړې ده، چې تر ټولو لويه يې کروزر مسکووا وه.