پوتين: ازوفستال کې اوکراييني ځواکونه دې تسلیم شي

د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین وايي، اوکرايين باید د ماریوپول په ازوفسټال کارخونې کې پاتې جنګیالیو ته امر وکړي چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او تسلیم شي.

د مسکو چارواکو د مالوماتو له مخې پوټین ویلي، روسیه چمتو ده چې هلته ایسارو پاتې ملکیانو ته د وتلو خوندي لاره برابره کړي.

کرېملېن وايي، روسي ولسمشر دغه څرګندونې د اسرایلو له لومړي وزیر نفتالي بېنېت سره د ټلیفوني خبرو پر مهال کړې دي.

په ماریوپول کې د ازوفسټال د پولادو کارخونه د اوکراييني ځواکونو وروستی سنګر یا مورچل بلل کېږي.

د اوکراييني چارواکو د مالوماتو له مخې، په داسې حال کې چې دا کارخونه د روسيې تر سختو بریدونو لاندې ده، لا هم پکې شاوخوا دوه سوه تنه ملکي خلک ایسار پاتې دي. ‌

د یادولو ده چې د نن ورځې په لومړیو کې اوکرايیني چارواکو ویلي چې روسي ځواکونو د دې کارخونې د نېولو لپاره هر اړخیز بریدونه پیل کړي او په خبره یې، اوکراييني ځواکونه له تېرې ورځې راهیسې "سخته خونړۍ جګړه" کوي.

د اوکرايين ولسمشر ولاديمر زيلېنسکي یو ځل بیا پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې هلته د پاتې کسانو د ژغورلو لپاره هلې ځلې وکړي.

ښاغلي زيلېنسکي نن د برتانیا له لومړي‌ وزیر سره هم ټلیفوني خبرې کړې دي

برتانیا اوکرایين ته د لرې واټن وېشتونکو وسلو پر ورکولو بحث کوي

د برتانیا د لومړي وزیر دفتر وايي چې بورېس جانسن له اوکراييني ولسمشر ولاديمیر زيلېنسکي سره پر دې خبرې کړې دي چې که برتانیا دغه هېواد ته له ځانه د دفاع لپاره د لرې واټن وېشتونکې وسلې ورکړای شي.

د لومړي وزیر دفتر ویلي، دوی دواړه نن [پنجشنبې] د اوکراييني ځواکونو د اړتیاو او ورسره په دې برخه کې د برتانیا د مرستو په اړه پر ټلیفون سره غږېدلي دي.

د دغه دفتر د یوه ویاند په خبره، "دواړه مشران د جګړې په ډګر کې پر پرمختګونو او د لرې واټن وېشتونکو وسلو په ګډون د اوکراييني ځواکونو پر اړتیاو غږېدلي دي چې څنګه پر ملکي خلکو د [روسیې] د بمبارۍ مخه نېول کېدای شي".

روسیه دا نه مني چې ګواکې په دې جګړه کې دې یې ملکي خلک په نښه کړي وي.

د دغو برتانوي او اوکراييني مشرانو تر منځ دا خبرې او په ازوفسټال کارخونه کې پاتې ځواکونو ته د روسیې ولسمشر د تسلمۍ سپارښتنه داسې مهال کېږي چې مخکې د کاتولیک کلیسا مشر ویلي وو، د اوکرايين د جګړې د پای ته رسولو ارادې نشته.

پاپ فرانسېس ویلي وو، د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان سره د لیدنې پر مهال ښاغلي اوربان ده ته ویلي وو چې روسان یو "پروګرام لري" او "هرڅه" به د مئ پر نهمه نېټه پای ته ورسېږي.

روسان د مئ نهمه په دویمه نړېواله جګړه کې پر المان د روسیې د بري د ورځې په توګه نمانځي او په دې ورځ یو لوی پوځي جشن هم جوړوي.

دا ورځ راروانه اوونۍ ده خو پر یادو څرګندونو سربېره د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، د روسیې پوځ به خپل فعالیتونه د مئ نهمې یاني د "خپلواکۍ د ورځې" په ګډون په هېڅ ډول تاریخي ورځې پورې ونه تړي.