"امریکایي استخباراتو د روسیې جنګي بېړۍ ډوبولو کې اوکرایین سره مرسته کړې"

یو شمېر امریکایي رسنیو ویلي، متحده ایالاتو د اوکرایین پوځ ته داسې استخباراتي مالومات ورکړي وو چې پر مټ یې د روسیې پوځي بېړۍ موسکووا په تور سمندر کې په نښه او ډوبه کړل شوه.

د روسیې بیرغ لرونکې یادې بېړۍ کې توغندي ځای په ځای شوي وو او د اوکرایین روانه جګړه کې یې فعاله برخه درلوده.

اوس څو لوړ پوړو امریکايي چارواکو رسنیو ته ویلي، اوکرایین له امریکا د یوې داسې بېړۍ په اړه معلومات غوښتي وو چې د اودیسا ساحل سویل لوري ته روانه وه.

متحده ایالاتو په ځواب کې ورته ویلي وو، دا د روسیې مشهوره جنګي بېړۍ موسکووا وه، او موقعیت یې هم ورته په نښه کړی و.

وروسته د اوکرايين پوځ د همدې استخباراتي مالومات په مرسته یاده بېړۍ په توغندیو وویشته او ډوبه یې کړه.

پنټاګون د دې رپوټونو په اړه څه نه دي ویلي، خو دا یې تائید کړې چې امریکا اوکرایین ته د روسي ځواکونو په اړه معلومات ورکوي، خو د اوکرایین د پوځ په پرېکړو کې لاس نه لري.

د پنټاګون یوه ویاند ویلي وو، واشنګټن کیېف ته داسې معلومات ورکوي چې پر مټ یې اوکرایین د ځان دفاع وکړي.

ځینو امریکايي چارواکو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دوی نه پوهېدل چې اوکرایین به د موسکووا بېړۍ د موقعیت تر مالومولو سره هغه په نښه کړي.

یاده جنګي بېړۍ کې ۵۱۰ کسان سپاره وو او پر اوکرایین د روسیې یرغل کې یې د سمندري ځواک مشري کوله.

د موسکووا ډوبېدل په رسمي ډول د تېرې فبرورۍ میاشتې په ۲۵مه اعلان شول او دا روسیې ته یوه سمبولیکه او لویه پوځي ضربه وه.

هغه وخت د روسیې د دفاع وزارت ویلي وو، په بېړۍ کې پوځي مهمات د یوه ناڅرګند اور له کبله له منځه تللي دي او بېړۍ هم خپل اصلي ځای ته د راګرځېدو په حال کې وه چې چاودنه په کې وشوه.

له دې وړاندې د پنټاګون ویاند جان کربي د رسنیو هغه رپوټونه رد کړي وو، چې ګواکې امریکا په جګړه کې د ښکېلو روسي جنرالانو ادرسونه اوکرایین ته ورکړي وو چې ویې وژني.

ښاغلي کربي هغه مهال ویلي وو:"موږ د جګړې په ډګر کې د جګپوړو پوځي مشرانو د ځای په اړه مالومات نه دي ورکړي، او موږ د اوکرایین د پوځ په هغو پریکړو کې لاس نه لرو چې د وژنو په اړه یې کوي."

د امریکا د ملي امنیت شورا هم د جګپوړو روسي چارواکو په نښه کولو کې له اوکرایین سره د امریکا مرستې رپوټونه رد کړي وو.

د یادې شورا ویاندې اډرین واټسن ویلي وو: "موږ اوکرایین ته په دې نیت مالومات نه ورکوو چې روسي جنرالان دې ووژل شي. "

د موسکووا بېړۍ ځانګړنې څه وې؟

موسکووا د ۱۹۸۰ لسیزې په لومړیو کې پځواني شوروي اتحاد جوړه کړې وه.

دا هغه مهال د شوري پوځ د سمندري ځواک اصلي بېړۍ وه چې په لومړیو کې "سلوا" بلل کیده، خو وروسته یې نوم په موسکووا واوښت.

د یادې جنګي بېړۍ اصلي وسلې د بېړۍ ضد توغندي (P-1000 Vulkan) وو.

موسکووا په ۲۰۰۰ کال کې د تور سمندرګي د بیړیو قوماندانه شوه، او په ۲۰۱۵ کال کې یې په سوریه کې د روسیې پوځي عملیاتو کې مهم رول لوبولی و.