د استانبول خبرو کې پرمختګ؛ مسکو د کیېف شاوخوا د بریدونو کمولو اعلان وکړ

ترکیې د دغه هېواد استانبول ښار کې د روسيې او اوکرایین ترمنځ د روانو خبرو په اړه خپل لومړي غبرګون کې ویلي چې دغو خبرو کې د مهم او پام وړ پرمختګ شوی دی.

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي "دغو خبرو کې د دواړو خواو ترمنځ د مذاکراتو له پیل راهیسې تر ټولو ښه پرمختګ شوی."

هغه ویلي انقره د دواړو خواو ترمنځ د مشخصو مسایلو پر سر د ګډ پوهاوي رامنځته کېدو هرکلی کوي او ټینګار یې پر دې دی چې روانه جګړه ژر پای ته ورسېږي.

ښاغلي اوغلو زیاته کړې، تمه ده چې د روسیې او اوکرایین بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ "په تر ټولو ستونزمنو مسایلو" خبرې راتلونکې کې وشي.

د اوکرایین مرکچیانو د استانبول خبرو کې منلې چې هېواد به یې د امنیتي ضمانتونو بدل کې بې طرفه پاتې کېږي.

د اوکرایین بې طرفي او ناپېیلیتوب په دې معنا دی چې دغه هېواد به د ناټو په څېر د کوم پوځي اېتلاف غړیتوب نه اخلي او نه به یې خپله خاوره کې پوځي اډو ته ځای ورکوي.

د روسیې یوه اساسي غوښتنه هم همدا ده.

که هوکړه کېږي نو پولنډ، اسراییل، ترکیه او کاناډا د اوکرایین لپاره مخکښ امنیتي تضمینوونکي بلل شوي.

اوکرایین ته وړاندې د ناټو غړیتوب وړاندیز شوی و چې روسیې یې پر وړاندې توند غبرګون ښودلی.

د روسیې له اړخه بیا د دغه هېواد پوځي چارواکو ویلي د کیېف شاوخوا بریدونه کموي.

د روسیې دفاع وزارت مرستیال الکساندر فومین د استانبول تر مذاکراتو وروسته ویلي، دا ګام د دې لپاره اخیستل کېږي چې ګډ پوهاوي او لا ډېرو خبرو ته زمینه برابره شي.

روسیي چارواکو چېرنایف ښار ته نږدې هم د بریدونو کمولو پریکړه کړې.

د استانبول مذاکرات د روسیي او اوکراییني مرکچیانو ترمنځ دوو اونیو کې لومړنۍ مخامخ خبرې وي.

د جګړې ډګر کې

د اوکرایین پوځ مرکزي قومندانۍ وايي، روسي ځواکونه د ملکي خلکو پر مېشت ځایونو پرلپسې توغندیز ګوزارونه کوي. د اوکراییني چارواکو په وینا روسي پوځیان په ځانګړې توګه د ''بشري ناورین لپاره د شرایطو رامنځته کولو '' او ''لوژستیکي پېچلتیاوو '' لپاره د تېلو پر زېرمو بریدونه کوي.

رپوټونو کې ویل شوي، دا وروستیو کې د پلازمېنې کیېف، لفیف، رېوني، ژیتومیر او لوڅک ښارونو په ګډون یو شمېر سیمو د نفتو پر زېرمو د روسي پوځیانو توغندیز او توپچي ګوزارونه شوي دي.

اوکراییني چارواکي دغه راز ادعا کوي، چې روسي پوځیانو د ملکي خلکو یرغمل کولو، لوټلو او تښتولو له لارې د کیېف زاپوریژیا، خارکایېف او خیرسون په ګډون یو شمېر سیمو کې ولسونو کې وېره - ترهه خپروي.

بي بي سي نه شي کولای سملاسي دا ادعاوې تایید کړي، خو مخکې زموږ رپوټونو کې ویل شوي و چې د روسي ځواکونو تر کنټرول لاندې سیمو کې یو شمېر ملکي اوکرایینیان په لوی لاس بې درکه شوي یا توقیف کې ساتل شوي وو.

بل لور په اوکرایین کې د ایرپین ښاروال وايي اوکراییني پوځیان په دې وتوانېدل چې د اوکرایین په شمال لوېديځ کې د ایرپین ښار د روسیې له ولکې راخلاص کړي او په بشپړ ډول یې واک ترلاسه کړي.

دا ښار د کیېف په شل کیلو مېټره واټن کې پروت دی چې د اوکرایین او روسیې تر منځ په کې سخته جګړه او نښتې شوې وې.

د ايرپین ښاروال په یوه ویډيویي پیغام کې چې پر خواله رسنیو یې خپور کړی و ویلي" نن یو ښه خبر درته لرو، ارپین ازاد شوی دی. پوهیږ چې زموږ پر ښارونو به لا ډېر بریدونه وشي او موږ به په مېړانه ترې دفاع کوو"

بي بي سي تر دې دمه په دې نه ده توانېدلی چې د دې څرګندونو کره والی تایید کړي.

دا پرمختګ په داسې حال کې شوی چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف وايي اوسمهال د ولسمشر زېلېنسکي او ولسمشر پوتین ترمنځ په اوکرایین کې د جګړې په اړه مخامخ خبرې به ''برعکس'' پایله ولري.

له یوې سربیايي رسنۍ سره په خبرو کې ښاغلي لاروف وویل دواړه مشران باید هغه مهال مخامخ خبرې وکړي چې کله دواړه غاړې پر مهمو مسایلو هوکړې ته نژدې شي.

ښاغلي لاوروف وویل غواړي چې ترکیه کې خبرې ''مثبتې پایلې '' ولري.

بل پلو د اوکرايين د بېړني مديريت ادراې ځينې عکسونه خپاره کړي چې د تېلو زيرمه کې اورلګېدنه په کې ښکاري. ويل کېږي دغه ګودام د لوېديځ لوتسک ښار کې د روسيې توغنديو بريدونو کې په نښه شوی دی.

ځايي چارواکي په دې باور دي چې دغه توغندی له بېلاروس توغول شوی دی. لومړني معلومات ښيي چې په برید کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.