پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته د ایران بهرنیو چارو وزیر لومړی ځل روسیې ته تللی

د ایراني رسنیو رپوټونو کې ویل شوي د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره د سې شنبې پر ورځ مسکو ته په رسمي سفر تللی.

د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) لیکلي، امیر عبداللهیان 'د سیمه ییزو مسایلو او ویانا خبرو لپاره مسکو ته تللی دی. '

ایراني او روسي سرچینو اعلان کړی چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د ۲۰۱۵ کال ایران اتومي پروګرام هوکړې په اړه خبرې وکړي.

د دې هوکړې بیا راژوندي کولو مذاکراتو بیا پیل چاره دا وروستیو کې په ټپه ودرېده او د دې مذاکراتو لپاره د اروپايي اتحادیې همغږي کوونکي اینریک مورا وویل، "بهرني عوامل" یې د ځنډېدو لامل و.

د دې مذاکراتو بیا پیلولو خبرې، له هغه لږ وروسته ودرېدلې چې روسیې اعلان وکړ، د یادې د هوکړې بیا راسپړل او د امریکا د بندیزونو له منځه وړلو په صورت کې، هغه بندیزونه چې په اوکرایین د برید له کبله پرې لګول شوي له ایران سره سوداګریزه او مالي برخه کې باید ورته مستثنی شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ویانا خبرې نه وې دریدلې، بلکې یوازې په کې یو لنډ ځنډ راغلی و.

که څه هم روسي او ایراني سرچینو ویلي، د ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزیران خپلو لیدنو کې د دې خبرو بیا را ژوندي کولو لپاره د ویانا په مذاکراتو متمرکز دي، خو د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر هم تېره ورځ له خپل ایراني سیال سره خبرې وکړې.

د اوکرایین د بهرنیو چارو وزیر دیمیتري کولیبا د دوشنبې پر ورځ د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره تر خبرو وروسته ویلي و، چې ایران په اوکرایین کې د روسیې له جګړې ملاتړ نه کوي.

په وروستیو کلونو کې، د ایران حکومت "په ختیځ څار" د پالیسۍ په تعقیب سره روسیې او چین ته نږدې شوی او حکومتي چارواکو یې له داسې څرګندونو ډډه کړې چې د دوی په باور اړیکې خرابولی شي.