تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند ولې پر اوکرایین د روسیې یرغل نه غندي؟
- Author, وکاس پانڈې
- دنده, بي بي سي نوی ډیلی
هند تېرو څو ورځو کې د لوېدیځ او مسکو تر منځ د تعادل ساتلو لړ کې له سختې دیپلوماتیکې لارې تېرېږي.
د ملکرو ملتونو په امنیت شورا کې د ډیلي لومړۍ بیانیه د هېڅ یوه هېواد له نامه یادولو پرته له نړیوالې ټولنې غواړي چې خبرو او دیپلوماسۍ ته فرصت ورکړل شي، خو توجه ورته و نه شوه.
خو هند د روسیې له غندلو ډډه وکړه.
بل لور په امنیت شورا کې پر اوکرایین د روسیې یرغل غندلو پرېکړه لیک له وړاندې کېدو مخکې امریکا، روسیې او اوکرایین ټولو له هند وغوښتل چې ''سمه پرېکړه '' وکړي.
اوکرایین او روسیې خو برالا له هنده وغوښتل چې څرګند دریځ غوره کړي.
که څه هم هند په رایې ورکولو کې ګډون و نه کړ، خو که بیانیه یې په غور سره وکتل شي، په غیر مستقیم ډول یې له مسکو غوښتي چې د نړیوال قانون درناوی وکړي.
هند ''د ملګرو ملتونو منشور '' خبره کوي، ''نړیوال قوانین '' یادوي او وايي ''د ملي حاکمیت او ارضي تمامیت درناوی پکار دی. ''
بیان زیاتوي، ''ټول غړي هېوادونه باید د مثبت پرمختګ لپاره اصولو ته غاړه کېږدي او درناوی یې وکړي. ''
خو په ځانګړې توګه په لوېدیځ کې بیا له رایې ورکولو د هند ډډه کول پوښتنه راپورته کوي، چې ایا د نړۍ تر ټولو لویه ولسواکي به څرګند دریځ ولري؟
د هند پخوانی دیپلومات جې این مشرا په دې هکله وايي:
''هند د بد او ناوړه تر منځ یو انتخاب لري. هیڅوک په یوه وخت دوې تګلارې نه شي غوره کولای. هند د هېڅ یوه هېواد نوم یاد نه کړ، مانا یې دا ده، چې هند د مسکو ضد نه دی، هند به یوه لوري ته نرمښت کاوه او همداسې یې وکړل. ''
د اوکرایین په هکله د هند له لوري د تعادل موندلو څو لاملونه دي، چې مهم هغه یې له مسکو سره د ډیلي اوږدمهاله دیپلوماتیک او دفاعي اړیکي دي.
که څه هم له نورو سرچینو د دفاعي تجهیزاتو ترلاسه کولو او په هېواد کې دننه د دې ډول تجهیزاتو چمتو کولو له کبله له روسیې سره د هند دفاعي تجهیزاتو راکړه ورکړه له ۷۰ سلنې ۴۹ سلنې ته ټیټه شوې، خو اوس هم روسیه د بل هر چا پرتله هند ته ډېرې وسلې ورکوي.
د دې تر څنګ د لسیزو په اوږدو کې د هند او روسیې تر منځ تاوده دیپلوماتیک اړیکي دوام لري.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې روسیې څو ځله د کشمیر لانجې پر سر د هند په حق کې رایې ورکړې، چې دا د هند د کورنۍ موضوع په توګه پاتې شي.
بل لور په اوکرایین کې نژدې ۲۰ زره هندي محصلین ایسار پاتې دي او د هندي چارواکو لپاره یې خوندي راایستل یوه بله ستونزه ده.
خو که واشنګټن او متحدین یې پر روسیې د بندیزونو سختولو ته دوام ورکړي، د هند لپاره به هم ګرانه شي، چې له مسکو سره راکړه، ورکړه روانه وساتي.
واشنګټن اوس د هند پر دریځ د اوس لپاره پوهېږي، خو داسې هېڅ تضمین نه شته، چې دریځ به یې همداسې دوام وکړي.