اسراییل د څلور عرب هېوادونو او امریکا په ګډون د شپږ اړخیزې غونډې کوربتوب کوي

د عرب لیګ څلور غړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیران د امریکا بهرنیو چارو له وزیر سره په شریکه اسراییل کې یوه تاریخي غونډه کوي.

دا لومړی ځل دی، چې د متحده عربي اماراتو، مراکش او بحرین بهرنیو چارو وزیران به د اسراییل له بهرنیو چارو وزیر سره د هغه په هېواد کې وویني.

دغه راز له اسراییل سره د دې هېوادونو دیپلوماتیکو اړیکو له عادي کېدو یو نیم کار وروسته د خپل ډول لومړنۍ غونډه ده.

د یادونې ده، چې د مصر بهرنیو چارو وزیر هم دې غونډه کې ګډون کوي.

مصر د عربي نړۍ لومړنی هېواد و، چې ۱۹۷۹ کال کې یې له اسراییل سره روغه جوړه وکړه.

ټول شپږ لوړ پوړي دیپلوماتان پر یکشنبه د اسراییل سویلي نېګیف سارا سدیبکوکر سیمې یوه هوټل کې سره وینی او پر دوشنبه خبرې پیلوي.

دغه غونډه داسې مهال تر سره کېږي، چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن سیمې ته په یوه رسمي سفر تللی.

نوموړی د روسیې - اوکرایین جګړې، ایران سره تاو تریخوالي، او اسراییل - فلسطین بحران په هکله د خبرو لپاره لوېدیځې غاړې، مراکش، الجزائر او اسراییل ته پنځه ورځي سفر کوي.

ښاغلی بلېنکن به د دې سفر ترڅ کې لومړی د اسراییل له لومړي وزیر نفتالي بېنت سره وویني او وروسته به رمله کې له فلسطیني ولسمشر محمود عباس سره هم خبرې وکړي.

په دې خبرو کې به پر اوکرایین د روسیې یرغل په هکله هم خبرې وشي.

اسراییل له اوکرایین او روسیې دواړو سره ښه اړیکي لري.

ښاغلي بېنت له دیپلوماتیکې لارې د اوکرایین - روسیې شخړې هوارولو لپاره څو ځله د روسیې له ولسمشر ولادیمر پوتین سره مخامخ لیدلي او ټیلیفوني خبرې یې ورسره کړې دي.