تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اندونیزیا ولسمشر: غواړو د اوکرایین جګړه ژر پای ته ورسېږي
د اندونیزیا ولسمشر جوکو وډوډو چې له ولودمير زېلېنسکي او ولادیمیر پوتین سره لیدلي، وايي، هېواد یې غواړي چې جګړه ژر پای ته ورسیږي.
په مسکو کې له پوتین سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې، ښاغلي وډوډو وویل: "که څه هم بهرنی وضعیت خراب دی، خو مهمه ده چې د جوړجاړي او خبرو اترو په لور حرکت وشي.
نوموړي وویل: "زه د نړۍ په ټولو مشرانو غږ کوم چې د همکارۍ روحیه را ژوندي کړي."
د بریتانیا لومړی وزیر بورېس جانسن وايي، د روسیې پرېکړه چې غواړي تور سمندرګي کې ستراتیژیک سنېک ټاپو پرېږدي او خپلې پوستې ورټولې کړي دا په ډاګه کوي چې اوکرایین د دې وړتیا لري، د روسیې پر وړاندې جګړه وکړي.
بورېس جانسن په ماډرېډ کې د ناټو د سرمشریزې ناستې ترڅنګ یوې خبري غونډې ته وویل:"که تاسو له ستونزو سره مقابله کې او د روسانو په رټولو کې د اوکرایینیانو حیرانوونکې وړتیا ثبوت غواړئ نو هغه څه ته پام وکړئ چې نن ورځ په سنېک ټاپو کې پېښ شوي، چېرته چې روسیه بیا د ځمکې پرېښودلو ته اړه شوې ده."
جانسن وايي:"په پای کې به د پوتین لپاره د داسې یوه هېواد نیول ناشوني ثابت شي چې د ده واکمني نه مني. "
بريتانيا: د سولې تړون پرېکړه اوکرايينيانو پورې اړه لري
بورېس جانسن وویل، دا د اوکرایین په خلکو پورې اړه لري، پرېکړه وکړي چې څه وخت غواړي له روسیې سره د سولې لپاره معامله وکړي.
د بي بي سي د سیاسي چارو مدیر کرېس مېسن څخه وپوښتل شول چې د اوکرایین په شخړه کې د بریتانیا هدف څه دی، هغه وویل ، دا د ولسمشر ولودمير زېلېنسکي او د اوکرایین د خلکو پورې اړه لري چې پرېکړه وکړي.
نوموړی وايي:"موږ باید د اوکرایینیانو پرتله لا ډېر اوکراییني نشو، او هرڅوک په دې پوهېږي."
ښاغلی مېسن وايي، د کریمینچوک په پلورنځي له برید وروسته په یوه نظر پوښتنه ښودلې چې ۸۹٪ اوکرایینیان د سولې تړون په اړه فکر نه کوي او له روسیې سره هېڅ ډول معامله نه غواړي.
"زموږ دنده یوازې دا ده چې اصول ثابت کړو، د اوکرایینیانو د حق لپاره ودرېږو چې د ځان ساتنه وکړي، دا هغه څه دي چې موږ یې کوو."
نوموړي زیاته کړه، موږ غواړو دوی ته دا وسیله ورکړو چې روسیه له خپلې خاورې څخه وباسي او زېلېنسکي په غوره حالت کې پاتې شي که چېرې هغه پرېکړه وکړي چې غواړي له روسیې سره د یوې معاملې په اړه خبرې کوي، نو جانسن دا په ډاګه کړې چې د روسیې مشر ولادمیر پوتین د تړون وړاندیز نه کوي."د اوکرایين جګړه د ناټو جګړه ده"
په ماډرېډ کې د ناټو سرمشریزه پای ته رسېدلې او د نړۍ مشرانو چې پوځي تړونونه هم لري خپل غبرګونونه په ډاګه کړي دي.
موږ یوازې د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ او د بریتانیا له لومړي وزیر بورېس جانسن څخه اورېدلي وو خو فرانسه هم ورته خبرې کوي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي، د اوکرایین ملاتړ نه شي درېدلی.
نوموړي زیاته کړه، د اوکرایین جګړه د اروپايي ټولنې او ناټو جګړه ده.
په همدې حال کې د جرمني لومړي وزیر اولاف شولتز وویل، نه غواړي دا اټکل وکړي چې اوکرایین به څومره وخت ملاتړ ته اړتیا ولري.
هغه د ناټو د امپریالیزم په اړه د پوتین څرګندونې "مسخره" وبللې او زیاته یې کړه چې هيڅوک نشي ویلای چې د روسیې ولسمشر به د اوکرایین جګړه پای ته ورسوي.