تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا: روسیه پر اوکرایین یرغل ته پلمه لټوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خپله وینا کې د روسیې د احتمالي پلمو بیانولو لړ کې وویل د دې امکان شته چې روسیه دې د یوې پلمې په لټه کې وي چې پر اوکرایین د برید لپاره یې وکاروي.
هغه دې لړ کې ترهګریز برید او پر اوکرایین د یوه ظالمانه تور پورې کول د هغو احتمالي پلمو په توګه یاد کړل چې ښايي روسیه پر اورکرایین د برید لپاره وکاروي. نوموړي وویل:
'' روسیه پلان لري چې د برید لپاره یوه پلمه ومومي. دا پلمه ښايي د تاوتریخوالي یوه پېښه وي چې روسیه به یې پړه پر اوکرایین ور واچوي، او یا ښايي د اوکرایین پر حکومت یو ظالمانه تور پورې کړي. موږ دقیقا د دې تور پر څرنګوالي نه پوهیږو. دا ښايي په روسیه یو جعلي ترهګریز برید وي. يا ښايي جعلي ډله ییز قبر وي، ښايي یو نمایشي ډرون برید وي چې پر ملکي وګړو به تر سره شي او یا ښايي رښتیني خو په خپل لاس ترسره شوی برید وي چې کیمیاوي وسله په کې کارول شوې وي. روسیه ښايي دا پېښه د یوه توکم له منځه وړل او یا ډلوژنه وبولي. ''
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د داسې یوه احتمالي اقدام پایله کې به روسیه په ظاهري ډول د امنیت شورا بېړنۍ غونډې غوښتنه وکړي.
له دې غونډې وروسته به پر اوکرایین هوايي او راکټي بریدونه پیل کړي.
ښاغلي بلینکن زیاته کړه چې له هوايي بریدونو وروسته به روسي ځواکونه اوکرایین ته ننوځي او ''مهمې سیمې به چې له اوسه په نښه شوي دي '' ونیسي.
خو هغه دپلوماتیکې حل لارې ته په اشارې وویل چې روسیه لا هم فرصت لري چې د شخړې د حل یوه بله لاره غوره کړي.
دې لړې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وړاندیز وکړ چې د ترینګلتیا کمولو او حل لارې موندلو لپاره د ناټو او روسیې شورا دې د اروپا د امنیت او همکارۍ له دایمي شورا سره ګډه غونډه وکړي.
د هغه په وینا دا ګډه غونډه به یوې بلې ناستې ته لاره هواره کړي چې په هغې به ''مهم مشران '' د امنیتي اندېښنو په اړه خبرې وکړي.
ښاغلي بلینکن ټینګار وکړ چې ''موږ د ديپلوماتانو په توګه دندو لرو چې د دپلوماسۍ بریالیتوب لپاره ټولې هلې ځلې وکړو او هیڅ دپلوماتیکه لاره له پامه ونه غورځوو. ''
امریکايي چارواکود پورته یادو شویو ادعاوو د ثبوت لپاره هیڅ ډول شواهد نه دي وړاندې او د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم دا ومنله چې ځینې کسان ښايي ددې ادعاوو د رښتینولۍ په اړه پوښتنې ولري، خو ده وویل ''جازه راکړئ په ډاګه ووایم چې زه نن دلته د جګړې پيلولو لپاره نه بلکې د جګړې د مخنیوي لپاره راغلی یم. ''
له دې وړاندې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وویل چې ټولې نښې نښانې ښيي چې روسیه به راتلونکو څو ورځو کې پر اوکرایین یرغل وکړي. ''
ښاغلي بایډن په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، پر اوکرایین د روسیې یرغل ګواښ احتمال ''خورا زیات دی. ''
نوموړي د ثبوت په توګه د اوکرایین پولې ته څېرمه د اضافي روسي پوځیانو ځای پر ځای کېدو یادونه وکړه او په خبره یې په ''په جعلي پوځي برید کې یې ښکېلتیا ښيي چې روسیه د (اوکرایین خاورې ته) د ننوتلو لپاره پلمې لټوي. ''
خو روسیه چې د اوکرایین پولې ته څېرمه یې له سلو زرو زیات سرتېري ځای پر ځای کړي پر اوکرایین د برید کولو نیت ردوي.
خو ګواښ یې کړی چې که امریکا د روسیې امنیتي غوښتنو پوره کولو کې پاتې راشي، نو په پوځي تخنیکي تدبیرونو به یې ځواب ووايي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي دا ګام په دې معنی دی چې روسیه به خپل پوځي وسایل ځای پر ځای کوي او د اړتیا په وخت کې به یې د هغه پلان له مخې کاروي چې روسیه یې په نظر کې لري.