امریکا کې د خپلواکۍ ورځې پر جشن ډزې؛ مشکوک بریدګر نیول شوی

د عکس سرچینه، EPA
د امريکا شيکاګو ښار ته څېرمه د جولای پر څلورمه د خپلواکۍ ورځې د لمانځنې پر مهال شپږ تنه په ډزو وژل شوي دي.
د شيکاګو په هايلنډ پارک ښار کې د خپلواکۍ مراسم وروسته له هغه ودرول شول چې ناڅاپه د ډزو غږونه واورېدل شول.
ځايي چارواکي وايي د پېښې له ځایه ۲۴ تنه روغتون ته لېږدول شوي.
د هايلنډ پارک ښاروال ويلي چې د لمانځنې مراسم لغوه شوي او له خلکو يې غوښتي وو چې د پېښې ځای ته له ورتلو ډډه وکړي.
پولیس وایي ډزې د دریم 'رابرټ يي کریمو' په نوم یوه ۲۲ کلن هلک کړي، چې له څو ساعته لټون وروسته نیول شوی.
تر اوسه دا نه دي ویل شوي چې هغه ولې په ډزو لاس پورې کړی.

د عکس سرچینه، Illinois government handout via Reuters
چارواکو له خلکو غوښتي و چې کورونو کې پاتې شي او د خپلو خپلوانو احوال پر تلیفون واخلي.
مشکوک بریدګر پسې د لټون دغو عملیاتو کې له روزل شويو سپيو او کوچنيو څارونکو ډرونونو هم ګټه اخیستل کېده.
د ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې امریکا کې نږدې هر اوونۍ د ډزو یوه مرګونې پېښه ثبت شوې.
په دې لړ کې د تېرې جمعې پر شپه د امریکا د کېنټاکي ایالت د ختیخ یوه کوچني ښار الېن کې یوه وسله وال سړي درې پولیس افسران په ډزو ووژل.
ځايي چارواکو ویلي دغه پولیس سرتیري د ډزو غږونو تر اورېدو وروسته د دغه سړي کور ته ورغلي وو خو هغه ناڅاپه ډزې پرې کړې.

د عکس سرچینه، Kentucky Police Department
د رپوټونو له مخې د لانس سټورز په نوم دغه ۴۹ کلن سړي د خپلې کورنۍ د غړو په هڅونه تر تسلیمېدو وړاندې شاوخوا ۳ ساعته پولیسو سره ډزې تبادله کړې چې ۴ کسان پکې ټپي شوي دي.
شیکاګو کې په ۲۰۲۱ کال هم د جولای د څلورمې د اوونۍ پر مهل ډزو کې تر ۱۷ کسان وژل شوي او تر سلو ډېر ټپي شوي وو.
همدا تېره میاشت د متحدو ایالتونو په یوولدې، ټکزاس، بافلو او نیویارک کې د ډزو خونړۍ پېښې وشوې، چې پایله کې یې د دغه هېواد کانګرس یوه اوونۍ وړاندې د وسلو د کنټرول قانون تصویب کړ.









