د ډنمارک پلازمېنې يوه لوی پلورنځي کې ډزې؛ ۳ کسان وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي

د عکس سرچینه، EPA
د ډنمارک د پلازمېنې کوپنهاګن په يوه نسبتآ ستر سوداګريز مرکز کې د ډزو له امله درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د کوپنهاګن د پولیسو مشر سویرين توماسن ویلي وژل شویو کې دوه ډنمارکي او یو روسي تبعه وګړی و.
نوموړی وايي، د بريد په تړاو يو ۲۲ کلن ډنمارکی وګړی نيول شوی دی.
د پولیسو دغه مشر روغتون ته د وړل شویو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.
ښاعلي توماسن وويل، "د بريد انګېزه نه ده څرګنده خو وايي دا هم نشي ردولی چې دا به ترهګريز عمل نه وي".
هغه زیاته کړې داسې نښي نښانې نشته چې په بريد کې دې تر يوه ډېر کسان ښکېل وي.
د ډنمارک لومړۍ وزېرې مېټ فرېډرکسن د ډزو تر دې مرګونې پېښې وروسته خپل لومړني غبرګون او څرګندونو کې دا برید ظالمانه بللی دی.
هغې ویلي غواړي ډنمارکیان وهڅوي چې په داسې ستونزمن وخت کې یو موټي واوسي او له یو بل سره ملاتړ وکړي.
هغې همدا راز د دې پېښې قربانیانو سره ژوره خواشینې ښودلې ده.

د عکس سرچینه، Ritzau Scanpix
له دې سره د ډنمارک د بېلابېلو اروپايي ګاونډیانو مشرانو هم پر دې پېښه ژوره خواشیني او خواخوږي ښودلې.
د فنلنډ لومړۍ وزیرې سانا مارین د ټویټر یوه لنډ پیغام کې دا برید "د تاوتریخوالي ټکان ورکونکې کړنه" بللې او لیکلي یې دي چې پر دې پېښه "ډېره خواشینې" ده.
د ناروې لومړي وزیر یوناس ګهر ستور ویلي د پېښې د "قربانیانو، د هغوی د خپلوانو او هغو ژغورندویانو فکر ورسره دی چې دمګړۍ د خلکو ژغورلو هڅه کوي."
د ایرلند مشر مایکل مارټین هم پر خپل ټویټر لیکلي چې د وژل شویو او ټپيانو له کورنیو او ملګرو سره د زړه له تله خواخوږي څرګندوي.
يوې عيني شاهدې ويلي، "هېڅ نه پوهېدو چې څه پېښږي، ناڅانه هر ځای ګډوډي پيل شوه"
يوه بل عيني شاهد ويلي، "له بريدګر سره ښکاري ټوپک و".
دغه مارکېټ چې فيلډ نومېږي په ډنمارک کې د پلورنځيو تر ټولو لوی مرکز دی چې له ۱۴۰ ډېر دوکانونه او رستوانتونه لري.
مشکوک بریدګر

د عکس سرچینه، Mahdi al Wazni
د کوپنهاګن په فیلډ نومي سوداګریز مرکز ډزو کې د ښکیل مشکوک سړي یو عکس چې ظاهرا لاس کې ورسره ټوپک لیدل کېږي، خپور شوی دی.
دا عکس له یوې ویډیو اخیستل شوی.
په ویډیو کې ښکاري چې دا سړی د سوداګریز مرکز دننه له منډې وړاندې یوه شېبه درېږي او ټوپک په اوږه ږدي.









