ډنمارک ایران د بېلتونپال عرب فعال د وژلو په دسیسې تورن کړی

د عکس سرچینه، NILS MEILVANG
ډنمارک ایران پخپله خاوره کې د یوه کس د وژلو په دسیسې تورن کړی او له ایرانه یې خپل سفیر ورغوښتی دی. د ډنمارک څارګرې ادارې ادعا کړې چې ددې دسیسې هدف ډنمارک کې د اوسېدونکي ایران عرب فعال حبیب جبر وژل وو. خو ایران دا تور ردوي.
د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر اناس سمویلسن ویلي، د هېواد په غوښتنه یې تهران کې خپل سفیر ورغوښتی او له اروپايي ټولنې به پر تهران د نورو بندیزونو لګولو غوښتنه وکړي.
ښاغلي سمویلسن ویلي: "ډنمارک په هېڅ ډول دا نه مني چې د ایران استخبارات د ډنمارک خاوره کې د یوه کس د وژلو دسیسې ترشا وي".
د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر پر دې باور دی چې د ایران حکومت ډنمارک کې د وژلو دسیسه لرله. خو تهران بیا دا په سختو ټکو رد کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي د ډنمارک د استخباراتي چارواکو دا ادعا رد کړې او دا تورونه یې د دښمنانو له خوا د دواړو هېوادونو ترمنځ او له اروپا سره د ایران د اړیکو د خرابولو یوه هڅه بللې ده.
د سې شنبې په ورځ ډنمارک وویل، ایران په ډنمارک کې د ایراني عرب فعال حبیب جبر د وژلو دسیسه جوړه کړې ده.
د ډنمارک د څارګرې ادارې مشر فین بورچ انډرسن ویلي، حبیب ډنمارک کې د اهواز د ازادۍ لپاره د عربي مبارزې د جنبش مشر و. ددغه غورځنګ نوم د ایران او عراق ترمنځ د جګړې په یاد پر جوړو مراسمو له مخکېني خونړي برید وروسته څرګند شو.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
ډنمارک وايي، ددغې دسیسې په تور یو ایرانی الاصله نارویجی وګړی د اکتوبر پر ۲۱مه ناروې کې ونیول شو او ډنمارک ته سپارل شوی.
دغه کس په دې نخچه کې لاس لرل رد کړي. د ناروې پولیسو هم منلې ده چې په دې قضیه کې به له ډنمارک سره همکاري کوي.
د مشکوک نیول او د سفیر احضارول
انډرسن یوې خبري ناستې ته ویلي: "موږ د ایران له استخباراتي سازمان سره د ډنمارک خاوره کې د برید ترسره کولو سره مخامخ یو".
د ډنمارک امنیتي چارواکو ویلي، دا مهال درې کسان د ډنمارک د پولیسو تر څار لاندې دي.
د ډنمارک بهرنیو چارو وزارت کوپنهاګن کې د ایران سفیر احضار کړی دی.ډنمارک ایران د وژلو په دسیسه تورن کړی











