علي خامنه يي: د امریکا متحدین په ایران کې بې ثباتي غواړي

د عکس سرچینه، AFP
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د هېواد سویل لوېدیځ ښار اهواز کې پر پوځي پرېډ د برید تور پر په سیمه کې د امریکا پر متحدینو پورې کړی دی. دغه برید کې لږ تر لږه ۲۹ کسان ووژل شول او نژدې ۵۰ کسان ټپیان شوي دي.
ښاغلی خامنايي وايي، د امریکا ګوډاګیان غواړي ایران بې ثباته کړي. ایت الله خامنايي د هېواد امنیتي ځواکونو ته امر کړي، چې د برید مسوول کسان محاکمې ته راکش کړي. نوموړي وویل:
''دا د هغو دسیسو د لړۍ یوه برخه ده، چې سیمه کې یې د امریکا ګوډاګیان کوي او هدف یې زموږ په هېواد کې بې ثباتۍ ته لمن وهل دي. ''
خو نوموړي په خپلو خبرو کې د کوم هېواد نوم نه دی یاد کړی.

د ایران دولتي رسنۍ وايي بريدګرو د دريځ له شا څخه په پرېډ بريد کړی. دولتي رسنۍ وايي فکر کوي چې دا به د 'اسلامي دولت" ډلې اړوند سني وسله وال وي.
ایرنا خبري اژانس د وژل شویو شمېر ۲۴ ښودلی. دغې رسنۍ د یوې "باخبره سرچینې" له خولې ویلي، ښايي د وژل شویو شمېر نور هم ډېر شي.
د انقلابي ځواک يوه وياند ویلي، فکر کېږي بريد د سني عربو بېلتونپالو وسله والو کار وي.
د ګڼو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی. دغه دستورې د ایران - عراق جګړې د ۳۸مې کليزې په مناسبت جوړې شوې وې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د برید مسؤلیت د 'الاحواز ملي مقاومت' ډلې منلی
د الاحواز عربي ازادي غوښتونکي جنیش (چې ځان په خوزستان کې د مېشتو عربانو د حقونو مدافعین بولي) ویاند یعقوب ویلي: "د الاحواز ملي مقاومت چې عام او شامل بنسټ دی، د برید مسؤلیت مني. دا عملیات زموږ د مشروع مقاومت یوه برخه ده او موږ به هېڅ عادي ولسي وګړی په نښه نه کړو."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
د وسله والو ځواکونو یوه مرستیال ویلي، درې بریدګر وژل شوي او یو نیول شوی دی.
د ایران رسمي خبري اژانس اېرنا وايي، له دې بریده لږ تر لږه شل کسان روغتون ته لېږدول شوي دي. د اژانس په خبره په دغه برید کې هېڅ حاضر چارواکی نه دی ژوبلېدلی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي، "بهرني رژیم" د اهواز بریدګر روزلي او وسلې یې ورکړې دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د ایران خوزستان ولایت او بیا په ځانګړې توکه د اهواز ښار کې په ورستیو کلونو کې د نارامۍ او وسله والو بریدونو رپوټونه ورکول کیږي.

د عکس سرچینه، iSna

د عکس سرچینه، Mehr
همدارنګه لیدل کېږي چې د ډزو پرمهال ماموران او حاضر خلک د ځان ساتنې په پار پر ځمکه پړمخې پریوتلي.
تسنیم خبري اژانس ویلي، بریدګرو پوځي جامې لرلې او څو کسان وو، له ډزو وروسته یې ځینې له سیمې تښتېدلي خو امنیتي کسان یې پل څاري.

د عکس سرچینه، Mizan
د فارس خبري اژانس په وینا، دوه بریدګر وژل شوي او یو نیول شوی دی.
د خوزستان یوه چارواکي غلام رضا شریعتي د دوو بریدګرو د وژل کېدو خبره تایید کړې او وايي دوه نور کسان نیول شوي چې یو پکې ټپي شوی بریدګر دی.
د سپاه یوه ویاند رمضان شریف ایسنا خبري اژانس ته ویلي: "هغه کسان چې پر پوځي پرېډ یې ډزې کړې او عام خلک او پوځيان یې ټپیان کړي، له الهوازیه بهیر سره تړاو لري."
اهواز د ایران له هغو ښارونو دی، چې تېر کال پکې د ورځني ژوند د اړتیا توکو د نشتوالي له کبله په کې د حکومت ضد پراخې مظاهرې وشوې.








