روسیه د اوکرایین غلا شوې غله چېرته وړي؟

اوکرایین

د روسیې پر پوځیانو څو ځله تور لګېدلی چې د دوی تر ولکې لاندې اوکراینیو سیمو کې له کروندګرو غله، سره، نور فصلونه او کرڼیز توکي غلا کړي.

بي بي سي دغو سیمو کې له کروندګرو سره غږېدلې، د سټلایټ انځورونه او نور مالومات یې ارزولي چې شواهد ومومي د اوکرایین غلا شوې غله چېرته وړل کېږي.

د جګړې له لومړۍ کرښې یو څو کیلومتره لېرې اوکراینی بزګر دېمېتروف د خپل کاروبار په اړه راته وايي چې د ۲۵ کلونو په اوږدو کې یې وده ورکړې خو د روسیې په څلور میاشتیني یرغل کې یې هر څه ختم شول.

بي بي سي د روسي پوځیانو تر ولکې لاندې سیمو کې له نژدې ۲۰۰ بزګرو سره اړیکه نیولې. دېمېتروف چې نوم مو یې د خوندیتوب لپاره بدل کړی - یو له هغو بزګرو وو چې موږ سره یې خبرو ته زړه ښه کړ.

دی وايي: "دوی زموږ غله دانه پټه کړه. زموږ پټي او ودانۍ یې ویجاړې کړي. د کرڼې ماشینونه او نور آلات یې له منځه یوړل."

دی وايي د ده تر لاس لاندې د زرګونو جریبه ځمکې ۸۰ سلنه یې اوس د روسي ځواکونو لاس کې ده او تورنوي یې چې په پراخه کچه غله پټوي.

د شرکت د کامرې انځورونه هغه شېبه ښيي چې روسي ځواکونه دغه ځای ته ورننوځي.

اوکرایین

موږ انځور کې ښکاره کېدونکې شاوخوا سیمه یو څه پټه کړې چې د بزګرو هویت خوندي وساتو.

ویډیو کې څو شېبې وروسته ښکاري چې یو روسی پوځي پر کامرې ډزې کوي خو نښه یې خطا کېږي.

له غلې بار موتر یې غلا کړل خو دېمېتروف وايي دوه ګاډو کې د څار آلې لګېدلې وې.

د څار له آلې ترلاسه شوي مالومات ښيي چې د غلو ګاډي کرېمیا سیمې ته ورغلل چې روسیې په ۲۰۱۴ کې له اوکرایینه ولکه کړې وه.

د جي پي اېس آلې مالوماتو ښووله چې دواړه ګاډي د کریمیا په اوکتیابرشک کلي کې د غلو یوه زېرمتون سره نژدې ودرېدل.

د روان کال جون په ۱۴مې له سټلایټه اخېستل شوي یوه انځور کې ښکاري چې د غلې زېرمې دې ودانۍ څنګ ته پر سړک د بار وړونکو ګادو یو کتار کې ولاړ دی.

انځور کې ښکاری چې د غلې دا زېرمتون د اورګاډي پټلۍ سره نژدې دی چې له لارې یې کېدلی شي په اسانۍ غله روسیې او د اوکرایین په جنوب کې تر بندرونو ورسول شي.

پر پولې غیر عادي بیروبار

دا ډېره سخته ده چې د غلا شوې غلې ټول بار وړونکي موټر دې په انفرادي ډول وڅارل شي خو داسې ډېر شواهد شته چې دغه ګاډي لومړی کریمیا ته ورځي.

له سټلایټه اخېستل شوي لاندیني انځور کې ښکاري چې کریمیا ته ننوتونکو دوو مهمو لارو چوهار او ارمیانسک کې د بار وړونکو موټرو کتار ولاړ دی چې د غلې دانې د لېږد رالېږد لپاره کارول کېږي.

له اوکراینه کریمیا ته په تلونکو دغو لارو د دې کچې بېروبار غیر عادي‌ دی ځکه اوکرایین ۲۰۱۴ کې د کریمیا له جلا کېدو وروسته دغو لارو ته لاسرسی نه درلود او خپله غله دانه به یې له نورو لارو لېږدوله.

دا شونې ده چې وانګېرو له دغو ګاډو به ځینې هغه وي چې له روسیې یې اوکرایین ته پوځي وسایل لېږدول او له هغه غاړې تش راروان دي. خو شواهد ښيي چې ډېر یې هغه ګاډي دي چې د اوکرایین له بزګرو غلا شوې غله دانه لېږدوي.

له سټلایټه اخېستل شوي لاندې انځور کې ښکاري چې د کریمیا په ژانګوی سیمه کې بار وړونکي موټر د غلې یوه زېرمتون مخې ته ولاړ دي چې څنګ ته یې د بار وړلو لپاره د اورګاډي پتلۍ هم نژدې ده.

له ژانګوی تلونکي اورګاډي د سېواستوپول او کېرش له بندرونو سره تړلي دي چې له هغه ځایه بیا کېدلی شي غله یا نور توکي روسیې او یا بهر ته واستول شي.

اوکراینۍ غله له کریمیا بیا چېرته وړل کېږي؟

اوکرایین

اندرې کلایمېنکو چې کیېف کې د تورسمندرګي ستراتېژیکو مطالعاتو کارپوه دی او کریمیا شاوخوا د توکو لېږد څاري په دې اړه وايي: "دوی غله لومړی کریمیا ته وړي، له هغه ځایه یې بیا کېرش یا سېواستوپول ته لېږدوي. هغه ځای کې بیا دوی اوکراینۍ غله روسیو بېړیو ته باروي او کېرش تنګي ته یې لېږي."

ښاغلی کلایمېنکو زیاتوي: "کېرش تنګي کې چې د روسیې او کریمیا تر منځ دی دا غله له کوچنیو بېړیو لویې بار وړونکې بېړۍ ته انتقالېږي چې هلته بیا له روسۍ غلې سره یو ځای کېږي."

نوموړی وایي دا غله بیا د روسیې له سند سره صادرېږي چې ښکاروي دا روسۍ غله ده.

دا بېړۍ بیا تر ډېره د سوریې او ترکیې پر لور ځي.

ښاغلی کلایمېنکو وايي: "موږ ولیدل چې د بار وړونکې بېړۍ لېږدېدونکی بندر او سند یې د روسیې دي."

سېواستوپول کې د پراخې کچې خوځښت

اوکرایین

له سټلایټه اخېستل شوي انځورونه د سېواستوپول بندر د الوېتا غلې ټرمېنل کې د جون په میاشت کې غیر عادي خوځښت ښکاروي، ژېړ رنګه توکي چې د غنمو رنګ سره ورته والی لري بېړیو ته بارېږي.

موږ د تېرو کلونو د جون میاشتې انځورونه هم وارزول او د سږني کال جون میاشت کې دلته خوځښت تر نورو وختونو ډېر وو.

ځینې کارپوهان وايي د ډېر خوځښت او فعالیت یو لامل له اوکرایینه دغه بندر ته د غلې لېږد کېدلی شي.

ماریا بوګونوس چې د کیېف اقتصاد پوهنې پوهنتون کې د کرڼې پالیسۍ کارپوهه ده وايي: "کریمیا دومره غله نه لري چې په دې کچه یې صادره کړي."

دا له جغرافیايي پلوه هم عقل نه مني چې ولې به روسیه د خپلې غلې صادرولو لپاره سېواستوپول بندر کاروي.

خو مایک لي چې ګرین سکوېر اګرو شرکت کې د کرڼې کارپوه دی وايي له کریمیا د صادرېدونکې غلې ځینې برخه یې ښايي د تېر کال د فصل وي چې د جګړې له امله یې د لېږد بهیر اغېزمن شوی وو.

دی وايي: "کریمیا د روسیې تر کنترول لاندې ده خو دلته هم د توکو د لېږد بهیر اغېزمن شوی. "

هغه بېړۍ چې د څار آلې بندوي

اوکرایین

امریکايي او اوکراینیو چارواکو له کریمیا تلونکې ۹ داسې بېړۍ په نښه کړي چې په باور یې د اوکرایین غلا شوې غله یې بهر ته صادره کړې.

د لایډز لېسټ اېنټېل شرکت د مالوماتو پر بنسټ بي بي سي توانېدلې چې له اپرېل راهیسې د ترکیې او سوریې بندرونو ته له کرایمیا د بېړیو لېږد وڅاري.

د دې شرکت مالومات ښيي چې دغو بېړیو به د سمندري قوانینو له مخې له تېر ایستونکو چارو کار اخېست - په دې مانا چې تورسمندرګي ته د ننوتو پر وخت او یا کېرش تنګي شاوخوا د مزل پر وخت به یې د څار آلې بندولې.

کله به یې چې آلې بېرته ولګېدې نو دغو بېړیو به جنوب لور ته مزل کاوه او اوبو کې به یو څه ژورې وې چې د دې ښکارندویي کوي چې د څار آلو د بندولو پر مهال بېړۍ ته بار ورزیات شوی.

بي بي سي د دریو بېړیو مزل وڅاره. دوه بېړۍ ماتروس پوزنیاچ او سورموفسکي دوو روسیو شرکتونو پورې تړلې وې او یوه بېړۍ فېنېکیا د سوریې سمندري ادارې پورې تړلې وه.

موږ هڅه وکړه چې د دغو دوو بېړیو له روسیو څښتنانو سره اړیکه ونیسو او د سفر په اړه یې وپوښتو خو ځواب مو ترلاسه نه کړ. بله بېړۍ چې څښتنان یې د سوریې وو هغوی سره هم اړیکه ټینګه نه شوه.

سټلایټ انځورونه ښکاروي چې مازتوس پوزینېچ بېړۍ مې میاشت کې د کریمیا په سېواستوپول بندر کې وه. له هغه ځایه کېرش تنګي ته ولاړه او تر پنځو ورځو یې اړیکه پرې وه. بیا سلګونه کیلومتره لرې جنوب لوري ته راڅرګنده شوه. دا بېړۍ بیا وروسته د سوریې په لاذقیه بندر کې راښکاره شوه او د څار آله یې بنده وه.

د ملګرو ملتونو سمندر کې د خوندیتوب قوانینو له مخې بېړۍ اړې دي چې د څار آلې یې تل فعالې وي،‌ یوازې هغه وخت کې یې د بندولو حق لري چې خوندیتوب او ژوند ته یې د خطر ویره وي د ساري په ډول د سمندري غلو لخوا.

مېشېل ویز بوکمن چې په لایډز شرکت کې د بازار موندنې برخې مشره ده وايي دا هېڅلکه د توجېح وړ نه ده چې ولې کریمیا او یا د سوریې ساحل ته نژدې دا بېړۍ خپلې د څار آلې بندوي.

نوموړې وايي: "دا کار د سمندري غلو لخوا خطر سره هېڅ تړاو نه لري. شاوخوا نورې بېړۍ خپلې آلې چالانې ساتي نو ولې د دوی بندې دي؟"

د روسیې تاکتیکونه

اوکرایین

بي بي سي داسې اسناد هم ترلاسه کړي چې ښيي اوکرایین کې د روسیې تر ولکې لاندې سیمو کې چارواکو د هغو کروندو لېست جوړ کړی چې اړ دي خپلې غلې دوی ته وسپاري.

د بي بي سي روسۍ او اوکراینیو څانګو لخوا ترسره شوې یوې بلې څړنې موندلې چې ځینو سیمو کې روسي چارواکي اوکرایني بزګر مجبوروي چې په ډېره کمه بیه پر دوی غله وپلوري - دوی له دې لارې غواړي وښيي چې دا غله یې په قانوني بڼه اخېستې.

مخکیني رپوټونو ښوولې وه چې روسیو ځواکونو یوازې غله پټوله خو اوس بزګر وايي تاکتیک کې یې بدلون راوستی ځکه روسي ځواکونو وپوهېدل چې ښايي یوازې په غلا به راتلونکي فصلونه د دوی لاس ته ونه لوېږي. بزګر وايي اړ دي د خپلو فصلونو پلور لپاره کمې پیسې ترلاسه کړي ځکه دوی اړ دي چې خپل لګښتونه پوره کړي.

اېمېلي پاټل چې د نړیوال قانون پوهه ده بي بي سي ته وویل چې د روسي ځواکونو دا کړنې د جېنیوا کنوانسیون او د جرمونو نړیوالې محکمې نه سرغړونه ده.

موږ روسیو چارواکو سره اړیکه ونیوله او د دغو ادعاوو په اړه مو د هغوی غبرګون وپوښت خو تر اوسه مو ځواب نه دی ترلاسه کړی.

له اوکرایینه د دې رپوټ جوړولو په برخه کې - حانا سېبا، سیرا تیرېج او حانا چورنوس مرسته کړې.

له لندنه د دې رپوټ د جوړولو په برخه کې - ډانیېلا پالومبو، جاش چیتم، جاک هورټن، اېروان ریوالټ او اندرې زکاروف مرسته کړې.