تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جاپان له ۳۷ میلیونه خلکو غوښتي څراغونه مړه کړي
د جاپان حکومت پلازمینه توکیو او شاوخوا سیمو کې له خلکو غوښتني د دوشنبې پر ورځ لږه برېښنا وکاروي.
دا خبرداری جاپان کې خلکو ته ځکه ورکړل شوی چې د تودې هوا څپې د برېښنا سرچینې اغېزمنې کړي دي.
د دغه هېواد د اقتصاد صنعت او سوداګرۍ وزارت تمه لري چې په ځايي وخت نن (دوشنبه) ماسپښین د برېښنا کارول راکم کړي.
اړوندو چارواکو له خلکو غوښتي، غیر ضروري څراغونه بند کړی خو د کورونو د یخولو لپاره ایېر کنډېشن کارولای شي.
د اخبرداری وروسته له هغې د جاپان خلکو ته ورکړل شوی چې د تودوخې له لوړېدو سره د برېښنا په برخه کې ستونزه رامنځته شوي.
د اوونۍ په لومړیو کې د توکیو د تودوخې درجه ۳۵ ساتني ګراد ته لوړه شوې وه په داسې حال کې چې پلازمینې شمال لویدیز ایساکې ښار کې تودوخه ۴۰ درجې ریکارډ کچې ته رسېدلې وه.
دا جاپان کې د جون په میاشت د تودوخې تر ټولو لوړه درجه ده.
جاپان کې د جون میاشت کې د اوړي د پیل نښې راښکاره کېږي او د تودوخې درجه معمولا د میاشتې په اوږدو کې له ۳۰ ساتني ګراد ټیټه وي.
د جاپان د اقتصاد او سوداګرۍ خونې وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، تمه کېږي چې د دوشنبې پر ورځ توکیو او شاوخوا سیمو کې د برېښنا د تولید کچه ۳،۷ سلنې ته راټیټه شي.
حکومت له خلکو غوښتي چې د توکیو پر وخت له ۳ تر ۷ بجو (درېیو) ساعتونو لپاره ناضروري څراغونه بند کړي.
سره له دې چې د برېښنا وړاندې کوونکي د برېښنا د زیاتوالي لپاره کار کوي خو دغه وزارت وايي "د وضعیت اټکل نه شي کېدی ځکه چې د تودوخې درجه مخ په لوړېدو ده."
جاپان کې د برېښنا ستونزې وروسته له هغې پیدا شوې چې د مارچ میاشت د جاپان شمال ختیځه برخه زلزلې ولړزوله چې په پایله کې یې د هستوي بټیو چارې وځنډېدې.
چارواکو د کاربن ډای اکسایډ د کمولو په موخه د فوسیلونو د سون پخوانۍ فابریکې هم تړلي دي.
د روانې میاشتې په پیل کې د جاپان حکومت په کورنیو شرکتونو غږ وکړ چې د دوبي په جریان کې د امکان تر حده برېښنا سپما کړي.
ورته وخت کې د جاپان د عامه نشراتو ادارې (اېن اېچ کی) رپوټ ورکړی چې د یکشنبې په ماسپېښن توکیو کې ۴۶ کسان د تودوخې درجې د لوړېدو له امله روغتون ته وړل شوي دي او د دغه هېواد په کاواګو سیمه کې یو ۹۴ کلن سړی د سختې ګرمۍ له امله مړ شوی.
دا رپوټونه وروسته له هغې خپرېږي چې د اسټرالیا په نیو ساوت وېلز ایالت او سېډني ښار کې هم له خلکو غوښتنه شوې وه چې خپل څراغونه مړه کړي.
دغه بندیزونه بیا د تېرې اوونۍ وروستیو کې بېرته لرې شول.