تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د جاپان سمندرغاړه ۷٫۳ درجه زلزلې لړزولې او د څونامي وېره شته
د جاپان ساحلي سیمې د ریختر په کچه ۷٫۳ درجې زلزلې لړزولې دي. د جاپان د هوايي پېژندنې ادارې ویلي، له زلزلې وروسته د ''څونامي'' راتلو وېره هم شته.
له زلزلې څه کم یو ساعت وروسته، د اونوهاما بندر ته، چې د فوکوشیما یوه برخه هم ده، د اوبو ۶۰ سانتي متره لوړه څپه ورسېده.
د جاپان د هواي پېژندنې ادارې ویلي، اټکل دی چې د اوبو دغه څپه تر درو مترو پورې ورسېږي.
دا زلزله پر ځايي وخت ګهیځ شاوخوا شپږ بجې شوې او مرکز یې د فوکوشیما ساحل ته څېرمه له ځمکې ۱۰ کیلومتره ژور ښودل شوی.
ویل کېږي، چې د څونامي څپې شاید د جاپان شمال کې د فوکوشیما اتومي بټۍ ته څېرمه رامنځ ته شي.
''نیسان'' شرکت ویلي، د فوکوشیما کې یې د خپلې یوې کارخونې کارونه درولي دي.
د جاپان خبري رسنیو ساحل ته څېرمه خلکو ته ویلي، چې د خطر له سیمو ځانونه لیرې وساتي، خو اونوهاما او ایواکي ښارونو کې بیا د څونامي خبرداری ورکړل شوی.
ځینې رپوټونه وايي، ایواکي ښار اور هم لګېدلی، خو د مرګ ژوبلې یا زیان اړولو په اړه یې تر اوسه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.
د جاپان برېښنا یا (تیبکو) شرکت د فوکوشیما اتومي بټۍ په څارنې بوخت دی، چې ایا زلزله کې خو به کوم زیان نه وي ورته اوښتی.
یوه حکومتي چارواکي ویلي، په درو اتومي بټیو کې د سړولو سیستم کار پرېښی، خو داسې نښې نه شته چې ګني کوم زیان دې ورته اوښتی وي او یا دې له کاره لوېدلي وي.
د بټۍ مشر ویلي، د سړونې سیستم په طبیعي ډول بېرته سم شوی او هلته د تودوخې کچه لوړه شوې ه.
د ۲۰۱۱ کال له ناورین راتلو وروسته، د فوکوشیما ټولې اتومي بټۍ له کاره لوېدلې وې، چې تر اوسه یې پر بېرته رغولو او د سړونې د سیستم پر بېرته فعالولو کار روان دی.