د جاپان د پاکوالي راز

    • Author, سټیو جان پاول او اېنجلز میرین کیبلو
    • دنده, بي بي سي

که د لومړي ځل لپاره غواړئ جاپان ته لاړ شئ، هغه څه چې ستاسې پام ورګرځي، د دې هېواد پاکوالی دی. وبه ګورئ چې په کوڅو کې یې نه خځلې شته او نه هم صفاکار. خو د جاپان د پاکوالي راز څه دی؟

زدکوونکي له ټولې ورځې زده کړې وروسته خپل کتابونه میز کې ږدي او د رخصتۍ انتظار باسي چې کور ته لاړ شي.

کله یې چې ښوونکی کوم اعلان کوي نوموړی یې خبرو په غور غوږ ږدي، د ښوونکي اعلان پیلیږي: "نن د پاکوالي طرحه دا ده، لومړی او دویم کتار دې ټولګی پاک کړي، درېیم او څلورم کتار دې پلې لار او پوړونه پاک کړي او پنځم کتار دې تشنابونه پاک کړي."

له پنځم کتار د 'ولې او نه' اوازونه راځي خو زدکوونکي د ټولګي له المارۍ د صفایي توکي ور اخلي او د تشناب پاکولو ته ځي.

دا ننداره د یوه ښوونځي نه ده، د ټول هېواد د ښوونځیو همدا حال دی.

هغه خلک چې دې هېواد ته د لومړي ځل لپاره راځي او د دې ځای د پاکۍ حال ګوري حیرانېږي، خو پوښتنه دا پیدا کېږي چې جاپان نو بیا ولې دومره پاک دی؟

د دې پوښتنې اسان ځواب دا دی چې د دې هېواد اوسېدونکي خپله خپل هېواد پاک ساتي- د هېروشیما د ټاپو د حکومت مرستیال رئیس مایکو ایواني وویل: ''د لومړني ښوونځي څخه تر منځني ښوونځي پورې تر ۱۲ کلنو پورې دا عادي خبره ده چې پر زدکوونکو کار معمول دی. زموږ په کورونو کې مور او پلار سپارښتنه کوي چې خپل توکي په خپلو ځایونو کې صاف او پاک کېږدئ.''

''په ټولنیز ډول دا یې ځکه په نصاب کې ورګډ کړی چې د زدکوونکو د پاکوالي په اړه عامه پوهاوی وشي او له خپل چاپېریال سره مینه پیدا کړي. څوک غواړي ښوونځی یې چټل وي څنګه یې خپله پاکوي.''

د جاپاني ژبې یو ژباړن چیکا هیاشي وايي: "کله وخت نه غواړم ښوونځی مې پاک وي خو بیا په دې راضي شم چې دا مو ښوونځي کې معمول دی- زه پوهېږم چې د ښوونځی پاکوالی سم کار دی ځکه دا موږ ته ښیي هغه ځایونه چې کاروو یې باید څومره پاک وي".

کله چې زدکوونکي ښوونځي ته راځي هغوی خپل بوټان المارۍ کې بندوي او کېړۍ اغوندي. کورونو کې هم خلک هغه چې بهر اغوندي د کور د دروازې مخې ته وباسي.

ان هغه کسان چې کورونه ته د کار لپاره راځي، هغوی هم خپل بوټان له دروازې بهر وباسي او له جرابو د پاسه څه نور اغوندي. کله چې د ښووونځي زدکوونکي لویېږي د پاکۍ په اړه یې فکر پخېږي چې له ټولګي پرته دوی ته ګاونډی، ښار او هېواد هم اړین دي.

د جاپان د پاکۍ بېلګې په خواله رسنیو کې هم ډېر خپرې شوي دي، د بېلګې په ډول د شنکسن د رېل ګاډي ۷ دقیقه یې وېډیو د سیلانیانو پام ځان ته وروګرځاوه. په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د جاپان د فوټبال لوبډله کله چې برازیل ته د نړيوال جام د لوبو لپاره تللې وه هغوی د پاکۍ په اړه خپل د عادت له مخې کار مخکې بوت. په یوه سیالۍ کې د جاپاني لوبډلې یو لوبغاړی لوبغالي ته د خځلو د پورته کولو لپاره ور ټیټ شو او په دې سره یې ټول نندارچیان حیران کړل.

جاپاني لوبډلې د جامو بدلولو خونه هم پاکه ساتله چې د فیفا یوه چارواکي پریسلا جینسن پرې ټویټ وکړ: ''د بلې لوبډلې لپاره په زړه پورې بېلګه ده.''

مایکو ایواني وايي، موږ جاپانیانو ته دا فکر پیدا کېږي چې خلک زموږ په اړه څه وايي، خو که پاکۍ ته مو پاملرنه ونه کړه نو بیا به خلک څه فکر کوي.

''نه غواړو چې خلک فکر وکړي موږ بد خلک یو او زموږ دې تعلیمي کچه کمه وي چې خپل ځای پاک نه شو کړای.''

د جاپان د نندارې دا ډول ځایونه د موزیک په فیسټیوال کې هم لیدل کېږي.

فیوجي راک فسټیوال په جاپان کې لویه مېله ده. په دې مېله کې خلک خپل وروسته پاتې خځلې تر هغې ځان سره ساتي چې خځلنۍ یې نه وي موندلې.

سګرټ څکوونکو ته دې وویل شي چې خپل د سګریټو د ایرې لپاره دې ځانګړی لوښی ځان سره راوړي او داسې ځای دې وڅکي چې نور ترې اغېزمن نه شي.

په جاپان کې د پاکوالي په اړه عامه پوهاوی هرې خوا دی- سهار په اتو بجو د دفتر هر کارکوونکی یا هټیوال خپله شاوخوا پاکوي.

جاپاني ماشومان هره میاشت په رضاکارانه ډول خپل ښوونځي ته نژدې کوڅې پاکوي.

سیمه وال د خپلو کوڅو د پاکوالي په فکر کې دي په داسې حال کې چې د جاپان کوڅې پاکې وي او خلک خپلې خځلې د کوڅې پرځای کور ته راوړي ان په جاپان کې د اې ټي اېم له ماشینونو داسې پاکې پیسې راوځي لکه جامې دې چې اوتو کړې وي.

دا چې پیسې ناپاکې شي، نو خلک یې پیسې د چا په لاس کې نه ږدي، په هټیو، هوټلونو او ان په ټیکسیانو کې کله چې پیسې تحویلوئ نو په یوه لوښي کې یې ږدي او له هغې ځای یې بل شخص ورپورته کوي.

په جاپان کې د کثافاتو، میکروبونو او باکتریاوو په اړه خورا اندېښنې شته.

کله چې خلک زکام شي، هغوی ماسکونه اچوي چې نور خلک ترې اغېزمن نه شي. په دې طریقه نه نور خلک زکام کېږي او په درملنه یې وخت هم نه ضایع کېږي.