د پسرلي جشن؛ د نړۍ د کلتوري رنګونو مېله

د نوي کال لمانځل له زرگونو کالو راهیسې د نړۍ په ځینو هېوادونو او زیاتره په منځنۍ اسیا هېوادونو کې لمانځل کېږي چې د ملگرو ملتونو سازمان نوی کال (نوروز) د نړۍ په کولتوري میراثونو کې شامل کړی دی.

نوی کال (نوروز) دا ورځ د ۷ هېوادونو افغانستان، ایران، اذربایجان، پاکستان، ترکیې او تاجکستان په غوښتنه د یونيسکو نړیوال سازمان له خوا د نړۍ په غیر ملموسو فرهنگي میراثونو کې شامل کړای شوی.

افغان فرهنګیان په دې باور دي چې د نوروز ورځ د کال په اوږدو کې يوه بارزه ورځ ده، نه يوازې دا په افغانستان کې بلکې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې له دې ورځې موسم بدلېږي او يو نوی فصل پيلېږي په همدې بنسټ دا د طبيعت د ځوانېدو او د طبيعت د سمسورېدو ورځ ده.

د افغانستان شمالي ولایت بلخ په مرکز مزار شریف کې نوی کال په خورا لویو مراسمو سره پیلېږي. په نړۍ کې سلګونه میلیونونه وګړي سږ کال د مارچ پر ۲۱مه نوروز (نوی کال) لمانځي.

د ولسونو اختر

نوروز هغه مېله ده، چې تر ډېره په کې د بېلابېلو دینونو او ولسونو وګړي د نړۍ په بېلابېلو برخو کې خوشحالۍ کوي. په دې ورځ په ایران، عراق، قرغیزستان، افغانستان، اذربایجان او نورو هېوادونو کې عمومي رخصتي وي.

د دغې مېلې څپې ان تر قفقاز، کریمیا، بلکان سیمو، کشمیر ګُجرات او د چین شمال او لوېدیځ ته هم غځېږي.

نوروز څنګه نړیوال شو؟

سوداګریز کاروانونه به چې د ورېښمو له لارې (چې د چین، اروپا او لوېدیځې اروپا ترمنځ سوداګریزه لار ده)، د بېلابېلو دینونو ترمنځ یې د کلتوري او دیني باورونو لېږدولو کې ډېر رول لوبولی دی، چې نوروز هم له دې لارې د نړۍ بېلابېلو سیمو ته معرفي شوی.

د یونیسکو د خبرو پر بنسټ، دا مهال د نړۍ په لروبر کې څه باندې ۳۰۰ میلیون وګړي نوروز لمانځي.

یونیسکو په ۲۰۰۹ کال نوروز د نا ملموسو کلتوري میراثونو په ډله کې راوست.

نوروز که ځینو ته خوشحالۍ راوړي، نور یې بیا مخالفان دي، په تېرو پېړیو کې ګڼو هېوادونو کې د بېلابېلو قومي او دیني لاملونو له کبله پر نوروز لمانځلو بندیز و، همدا وو چې دا مېله به نیمه پټه لمانځل کېده او ظاهراً به بل نوم ورکول کېده.

د بېلګې په ډول، په سوریه او ترکیه کې د نوروز مېله له دې کبله منع وه چې د هغه وخت حکومتونو په وینا، ګني د کردیانو مېله ده او په لمانځلو یې د "هېواد امنیت ته خطر" پېښېدای شي.

خو کردانو د نوروز په شپه خوښۍ کولې، لمر لوېدو پرمهال یې اورلوبې کولې چې د ترکیې او سوریې کردي مېشتو سیمو کې به ټینګ امنیت ورته نیول کېده.

تر ډېره به په دې مېلو کې سیاستوالو، فعالانو او هنرمندانو ګډون کاوه.

خو په عرقا کې به چې له څو لسیزو راهیسې د کورواکې ادارې له خوا سمبالېده، کردان لا نېکبخته وو، دوی به خپلې د نوروز مېلې کولې.

دیني بندیز

په قرغیزستان او د پخواني شوروي اتحاد په نورو جمهوریتونو کې ځکه نوروز ممنوع و چې ګني دا یو دیني اختر دی (زردشتي دین پورې تړلی)، همدا وو چې هلته محدود شوی و. په ۱۹۹۱ کال د قرغیزستان تر خپلواکۍ اخیستو وروسته هلته د نوروز لمانځل دود ډېر شو. په ځینو ولسونو کې نوروز (رد) شوی؛ ځکه چې نا اسلامي او د "کفارو تقلید" ګڼل کېږي.

د نوروز اصل

د نوروز په اړه دوه مهم روایتونه دي: لومړی فارسي او دویم کردي. خو د هغو ولسونو ترمنځ مشترکه وجهه چې دا مېله لامنځي دا ده چې دا د پسرلي او د نوي ژوند د پیلامې اختر دی، چې انسان ته ځواک او خوښي وربښي او څاروي د ژمي له سړوښې وروسته له خپلو غارونو راوځي.

د کردانو نوروز

کردان وايي، اریايي ولسونه (فارسیان، کردان پښتون، تاجکان او ځینې اوزبک بلوڅ او نور قومونه یې هم یوه برخه ده) په یوه داسې جغرافیوي موقعیت کې اوسېدل چې ډېرې امپراتورۍ پرې تېرې شوې دي، او اوسنی ایران د همدې جغرافیې یوه برخه وه.

پر دغو ولسونو هغه مهال ډېر تورتمونه او ناتار شوی، ځوانان به یې په ظلم سره وژل کېدل، همدا وو چې خلک او ځوان کهول راپورته شو.

د فارسیانو نوروز

فارسي روایت دی چې له زرګونو کلونو راهیسې د نوروز مېله کې پر تورتم د رڼا د بریا لمانځل او پر شر د خیر بریالیتوب. او ویل کېږي چې یو فارسي پاچا جمشید ته خدای بې شانه قدرت ورکړی و، چې تر ډېره یې کیسه د سلیمان علیه السلام کیسې ته ورته والی لري، دواړو ته خدای ډېر زیات قدرت ورکړی و چې ان پر پېریانو او حیواناتو یې هم پاچاهي کوله.

روایت کې دا هم راغلي چې جمشید د ځمکې پر ټولو برخو د پېریانو پر اوږو وګرځېد، له ختیځه تر لوېدیځه، هغه هم پر داسې تخت ناست چې په ګاڼو او جواهرو پسولل شوی و، کله چې په پای کې پر خپله تخت کېناست، د پسرلي لومړۍ ورځ وه، همدا وو چې ولس یې دا ورځ ولمانځله او د خوښۍ ورځ یې ونوموله.

"هفت سين" مېوه

ایرانیان له زرګونو کلونو راهیسې پر دې اند دي چې د خپلوانو ارواح یې د نوروز په مبارکه ورځ له دوی سره ملاقات کوي، همدا ده چې ایرانیان په نوروز کې خپل دسترخوان ډېر ډکوي، او له اوو مېوو یو ډول خواړه چمتو کوي چې "هفت سین" ورته وايي، او هر سین بېله معنا لري.

پر دغو اوو مېوو سربېره دوی خپل مقدس کتاب (اویستا) چې زردشت ته منسوب شوی، هم د مېوو منځ کې ږدي، خو مسلمانې کورنۍ دا کتاب پر قرآن بدل کړی.

د ایرانیانو دا هم دود دی چې د نوروز په ورځ (آبریزګان) یا په اوبلوبه کوي، چې هدف یې ترې پاکوالی او د بارانونو ورېدل دي.

تر نوروز یوه ورځ مخکې ورځې ته دوی (چارشنبه سور) یا "سره چارشنبه یا د اور اختر" وايي، په دې مراسمو کې دوی د نوروز پر شپه اورلوبې کوي چې د زردشتي دین تقلید ګڼل کېږي. اوس مهال ایزیديان دا خوښي لمانځي چې (اوبه، اور، لمر او طبیعت) سپېڅلي بولي.

د ایزیدي معتقداتو له مخې، "سره چارشنبه" ځکه داسې نومول شوې چې خدای د ادم په بدن کې وینه ورننویسته، غوښه یې بشپړه کړه او په بدن کې یې وینې جریان پیدا کړ او پر ځمکه ژوند پیل شو.

ایزیدیان (زردشتیان) خپل کورونه په نیسان ګل هم سینګاروي. د مارچ شلمې پر شپه، اورونه بلوي، ټوپونه ترې وهي چې د کال د وروستۍ ورځې د لمر لوېدو پرمهال خدای پاماني وکړي. په دې مهال دوی خپلې خاصې ترانې هم وايي "اوره اوره زما ژیړ رنګ (چې هدف یې ناروغي ده) رانه واخه، او خپل سور رنګ (چې روغتیا ته یې اشاره ده) ما ته راکړه."

د ځینو شیعه ګانو نوروز

امام جعفر صادق ته منسوبه وینا ده چې: "نوروز هغه ورځ ده چې خدای له خپلو بندګانو ژمنه اخیستې چې عبادت به یې کوي او شریک به ورسره نه نیسي، په دې ورځ پر جودي غره د نوح بېړۍ کښېناسته او ابراهیم علیه السلام بوتان مات کړل، موسی علیه السلام او قوم یې وژغورل شو او نیل رود ورته مات شو، د اسلام پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په دې ورځ مبعوث شو."

دا خبرې شکور زاده ابراهیم په "د نوروز مېله او اسلامي بڼه یې" کتاب کې راغلې دي.

امین مقدسي ابو الحسن پخپل "په اسلامي عصر کې د نوروز د ثبات لاملونه" کتاب کې وايي، "عباسي خلیفه ګانو ددې لپاره نوروز لمانځه چې له عجمو سره خواخوږي وښي او له دوی سره خپله مینه ښکاره کړي."