تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د جاپان نوي وزیر ته د خټکي ډالۍ په استعفا تمامه شوه
د جاپان د تجارت نوي وزیر د ټاکنو قانون د خلاف ورزۍ په تور له دندې استعفا وکړه.
اسشو سوګاوارا ځینې رایه ور کوونکو ته خټکی یا خربوزه، مالټه او ځینې نور خواړه ډالۍ کړي وو.
ویل کېږي ښاغلي سوګاوارا د جاپان ۲۰ زره ین یا ۱۸۵ ډالر د خپل یوه ملاتړي کورنۍ ته د تسلیت ویلو په پلمه وړاندیز کړي وو.
د جاپان د ټاکنو قانون له مخې نوماند رایه ور کوونکو ته پیسې یا ډالۍ نه شي ور کولی.
د دې وزیر په هکله اول ځل شوکان بونشن مجله کې خبر راغی چې د خپل مړه شوي رایه ور کوونکي کورنۍ ته یې د ۲۰ زره ین ور کولو وړاندیز کړی و.
جاپان کې د تسلیت په پلمه د مړي کورنۍ ته پیسې ور کول دود دي.
بونشن مجلې د هغو کسانو نوملړ هم خپور کړ چې ښاغلي سوګاوارا ورته خټکي، مالټې او نور مواد ډالۍ کړي وو او داسې لیکونه هم و چې رایه ور کوونکو نوموړي ته استولي وو.
ښاغلي سوګاوارا د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، لا هم ډاډمن نه دی چې د قانون خلاف ورزي یې کړې ده که نه، خو پرېکړه یې کړې چې له خپلې دندې استعفا ور کړي:
"نه غواړم چې زما ستونزې د پارلمان کاري بهیر ځنډنی کړي.
د جاپان لومړي وزیر شینزو ابې ویلي: "د ښاغلي سوګاوارا مسوولیت په خپله غاړه اخلم او د جاپان له خلکو د زړه له تله بښنه غواړم".