تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جاپان کې ۵۰ کلن سړي ۱۶ ماشومان په چړې وهلي
په جاپان کې یوه سړي، مخکې له دې چې خپله اوږه هم په چړې ټپي کړي د ښوونځي بس ته په تمه ۱۵ماشومان په چړې وهلي دي. ویل کېږي د یوه ماشوم په ګډون درې وهل شوي کسان مړه شوي دي. په وهل شویو کې درې لویان هم دي، چې یوه ۳۹ کلن وهل شوي سړي سا ورکړې ده.
یاد سړي دغه ماشومان د جاپان پلازمېنې توکیو ته څېرمه په یوه پارک کې په چړه وهلي دي. په مړو شویو کې د لومړني ښوونځي یوه زدکوونکې نجلۍ هم ده.
پېښه د سه شنبې په ګهیځ رامنځ ته شوې خو تر اوسه یې لامل نه دی په ډاګه شوی.
رپوټونه وايي، د بریدګر عمر تر ۵۰ کلونو لوړ ښودل شوی، چې له پېښې وروسته یې خپله اوږه هم په خپله په چړه وهلې. که څه هم نوموړی پولیسو نیولی، خو وروسته یې د ژور ټپ له کبله سا ورکړې ده.
د دولتي اېن اېچ کې تلوېزیون د راپور له مخې، مشکوک بریدګر د توکیو جنوبي کاواساکي ښار کې نیول شوی دی.
د رپوټونو له مخې، پولیسو تر برید وروسته دوه چړې موندلې دي.
د کاواساکي اوروژنې ادارې یوه ویاند د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د پېښې په اړه د سه شنبې په ګهیځ وختي دوی ته خبر ورکړل شو.
رپوټونه وايي، پېښه د اورګاډي یوه تمځي ته څېرمه شوې ده.
په خواله رسنیو کې د پېښې ځینې انځورونه خپاره شوي چې امبولانسونو کې ټپي شوي کسان لېږدول کېږي.
په ۲۰۱۶ کال د جاپان یوه پالنځي کې چې دماغي ناروغان پکې ساتل کېدل، د یوه پخواني کار کوونکي له خوا په چړو ووهل شول.
او په ۲۰۰۸ کال د توکیو په یوه پلورنځي یوه لارۍ وروستل شوه چې اته کسان یې ووژل.