تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوهایو کې د چړې په زور نجلۍ چلوونکی 'برمته' کړی
د امریکا اوهایو ایالت کې د کارټر په نامه پر یوې ۲۳ کلنې بریتانیایۍ نجلۍ په وینډلای ښار کې د یوې ټکسي د چلوونکي تښتولو تور لګول شوی چې د خپل ۲۰ کلن ملګري کوري جاکسن په ملګرتیا یې دا کار کړی.
رپوټ وايي، ملګري یې د ټکسي چلوونکي پر مرۍ چړه اېښې او تښتولی یې دی.
پولیس وايي، وړاندې له دې چې برمته شوی په تېښته بریال شي، کارټر او جاکسن ۳۲ ډالر ترې وهلي وو.
ډګروال رابرټ رینګ وايي: ''نه پوهېږو چې دې نجلۍ ولې دې کار ته زړه ښه کړی، ښايي د چلوونکي جیب ته به یې تمه وه چې پیسې ترې وشکوي''.
پېښه وروسته تر هغه رامنځ ته شوه، چې کارټر کرايي ټکسي ته زنګ وواهه چې یوه ځای ته یې بوځي. کارټر وروسته تر هغه ونیول شوه چې چلوونکي پولیسو ته خبر ورکړ.
په هانکوک سیمه کې پر کارټر د تښتونې او د غلا تورونه لګول شوي.
نوموړې په ۲۰۱۶ کال د هیرویینو لرلو په تور دوه ځلې تورنه شوې وه.
د هغې ملګری جاکسن لاهم تري تم دی، خو پولیسو یې د نیولو امر کړی او په غلا او تښتونه کې یې ښکېل بللی دی.