د اوکرايين پر بېلابېلو برخو توغنديز بريدونه شوي

د ویډیو تشریح، پر کیېف د روسیې د توغندیو توغول

له اوکرايين څخه وروستي راپورونه ښيي چې د دغه هېواد پر بېلابېلو برخو د روسيې راکټي بريدونه شوي دي.

د روسیې د نویو بریدونو پیلېدو سره، نن (یکشنبه) ګهیځ د اوکرایین پلازمېنه کیېف کې هم ځینې قوي چاودنې شوې دي.

رپوټونه وايي، د روسي ځواکونو له خوا توغول شوي توغندي پر یوه استوګنیزه ودانۍ لګېدلي چې لږترلږه پنځه کسان پکې ټپیان شوي.

د کېیف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، د پې‍ښې ځای ته امبولانسونه او مرستندویان استول شوي دي.

دا بریدونه څو ساعته وروسته تر هغه شوي چې د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي یوځل بیا د اوکرایین پر ټلوالو د هوايي‌ دفاع لپاره د دوی د لاسنیوي غږ وکړ.‌

نوموړي د شې وینا کې وویل، جګړه یوه پېچلي پړاو ته ننوتې ده او نه پوهېږي چې بریا ته تر رسېدو به له څومره ماتو سره مخامخ شي.

اوکرایین: روسیې ختیځ سېوېروډونېڅک ښار په بشپړ ډول نیولی

د اوکرایین ختیځ‌ کې د سېوېروډنېڅک ښاروال اولکساندر ستریوک منلې چې دغه ښار اوس په بشپړ ډول د روسي‌ ځواکونو کنټرول کې دی.

هغه د اوکرایین تلویزیون ته ویلي "روسانو سېوېروډونېڅک په بشپړ ډول نیولی، زموږ پوځ‌ تر پځوا پیاوړو مورچلو ته په شا راغلی."

د روسیې د څو اوونیو سختو پرله پسې هوايي‌ او ځمکنیو بریدونو له کبله دغه ښار په کنډواله بدل شوی دی.

سېوېروډونېڅک کې هم ګڼو خلکو د ماریوپول د پولادو فابریکې په څېر په ازوت کیمیاوي بټۍ کې پناه اخیستې ده.

Ukrainian troops deployed near Severodonetsk, 19 Jun 22

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، اوکراییني ځواکونو تېرو اوونیو کې سېوېروډونېڅک کې د روسیې د بریدونو پر وړاندې سخت مقاومت وکړ

ښاغلی ستریوک وایي‌ له دې فابریکي د راوتلو لار د روسیې تر کنټرول لاندې خاورې تېرېږي.

له دې سره د اوکرایین ختیځ کې جنګېدونکي د روسیې له ملاتړه برخمن بېلتونپال وسله وال وایي، له سېوېروډونېڅکه د 'سیوېرسکي ډونېتس' سیند پورې غاړه د لیسیچانڅک ښار ځینو برخو ته هم ننوتي دي.

خو اوکراییني ځواکونو د دوی دا ادعا نه ده تائید کړې.

سېوېروډونېڅک کې سخته کوڅه په کوڅه جګړه تېره شوه. دغه ښار کې یو وخت شاخوا سل زره کسان اوسېدل، خو اوس ډېر ترې وتلي‌ دي.

د دغه ښار نیول په دې معنا دي‌ چې روسیه اوس د اوکرایین ختیځ کې پر لوهانسک سیمه بشپړ او په ګاونډۍ ډونېڅک تر ډېره کنټرول لري.

دا دواړه د دونباس صنعتي‌ سیمې مهم ځایونه دي چې روسیې وار له مخه د دواړو خپلواکې هم په رسمیت منلې.

روسي ځواکونو د شنبې پر ورځ د اوکرایین شمال او لویدېځ‌ کې د توغندیو درانه بریدونه هم وکړل.

اوکراییني‌ چارواکو وویل روسیې په لومړي‌‌ ځل د بېلاروس له هوا د توپولېف ۲۲ بم غورځوونکو په وسیله د دوې د هېواد شمال کې د توغندیو بریدونه کړي.

Iskander missile, 2015 file pic

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اېسکندر توغندي اټومي سروکې هم لېږدولی شي

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شنبې پر ورځ سن پېترزبورګ کې له خپل بېلاروسي سیال الکساندر لوکاشینکو سره وکتل او ژمنه یې ورسره وکړه چې اېسکندر-اېم توغندي‌ به ورکړي.

دغه توغندي‌ د اټومي سروکو یا سرګلولو د لېږد وړتیا هم لري.

ښاغلي لوکاشینکو له ولسمشر پوتین غوښتي چې پر اټومي وړتیا د دوی د جنګي الوتکو سمبالېدو کې هم ورسره مرسته وکړي.‌