ملګري ملتونو: د الجزیرې خبریاله شیرین ابو عاقله اسرائیلي پوځیانو وژلې

Shireen Abu Aqla (Al Jazeera handout)

د عکس سرچینه، EPA

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې ویلي د الجزیرې مشهوره خبریاله شیرین ابو عاقله د فلسطینیو وسلوالو لخوا نه بلکې د اسرائیلي خواکونو لخوا وژل شوې وه.

د دغې ادارې یوې ویاندې ویلي د ۱۱ مې ۲۰۲۲ کال پېښه په "بې پرې او ازاد ډول څارل" شوې او دغه پایلې یې موندلي.

د شیرین ابو عاقله وژنه چې په ولکه شوې لويدیځه غاړه کې یې د اسرائیلي ځواکونو په عملیاتو رپوټ کاوه، په نړیواله کچه وغندل شوه او غوسه یې راپارولې وه.

فلسطینیانو د نوموړې په وژنې اسرائیلي ځواکونه تورن کړل، اسرائیلو ویلي دا تور پرې لا نه دی ثابت شوی.

۵۱ کلنه فلسطین الاصله امریکایۍ خبریاله شیرین ابو عاقله یوه پېژندل شوې څېره وه او له دغې سیمې د خپلو رپوټونو او خبري پوښښ له کبله ستایل کېده.

ابو عاقله چې خبریالانو ته ځانګړی زغروال واسکټ یې په تن و او اوسپنیزه خولۍ یې هم په سر کړې وه هغه سړک ته نژدې په ډزو ویشتل شوې وه چې د اسرائیلي ځواکونو او فلسطیني وسلوالو تر منځ نښته روانه وه.

د اسرائیلو پوځ ویلي وو چې جېنېن سیمه کې یې د "شکمنو ترهګرو" نیولو لپاره عملیات کول چې په وینا یې په دې وروستیو کې یې د اسرائیلو پر وړاندې خونړیو بریدونو کې لاس درلود.

عیني شاهدانو ویلي چې شیرین ابو عاقله د اسرائیلي پوځیانو لخوا په ډز ویشتل شوې وه خو اسرائیل دغه ادعا نه مني.

دوی وايي د ډز یا مرمۍ سرچینه نه شي جوتولی ځکه چې فلسطین یې د مرمۍ ارزولو او د دوه اړخیزې پلټنې غوښتنه رد کړې وه.

د جمعې په ورځ جېنیوا کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرۍ ویاندې روینا شمسداني وویل: "زموږ ادارې موندلې، هغه مرمۍ چې ابو عاقله یې وژلې وه او د نوموړې همکار علي سمودي یې ټپي کړی و د اسرائیلي پوځیانو لخوا ګوذار شوې وې نه د فلسطیني وسلوالو لخوا چې اسرائیل یې ادعا کوي. "

نوموړې زیاته کړه: "دا دردوونکې ده چې د اسرائیلو حکومت تر اوسه پورې د دې جرم پلټنه نه ده کړې."

شرين
د عکس تشریح، د شرين ابو عاقله له وژل کېدو وروسته پراخه لاريونونه شوي وو

اغلې شمسداني وایي د دوی د پلټنې لپاره مالومات د اسرائیلي پوځ او د فلسطین قاضی القضات له دفتره ورکړل شوي وو.

نوموړې د پېښې ورځې په تړاو وايي، د مې په ۱۱ مه "څلور خبریالان هغه کوڅه کې وو چې د اسرائیلي ځواکونو لخوا پرې مخامخ ډزې وشوې."

"یوې مرمۍ علي سمودي ټپي کړ او په یوې مرمۍ شیرین ابو عاقله په سر ولګېده چې ځای پر ځای مړه شوه."

د اسرائیلو دفاع وزارت (ای ډي اېف) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېسیون دا پایلې رد کړي او ویلي یې دي چې دا مالومول ګرانه ده چې د کومې غاړې په مرمۍ ابو عاقله وژل شوې.

دوی زیاتوي: "د ای ډي اېف یوې پلټنې ښوولې چې خبریاله په قصدي ډول نه وه ویشتل شوې او دا مالومول ګرانه ده چې ایا هغه فلسطینیو وسلوالو وژلې وه چې هغه سیمه کې یې ډزې کولې او که د اسرائیلو یوه پوځي په ډز وژل شوې وه. "

اغلې شمسداني ویلي د دوی پلټڼې داسې شواهد نه دي موندلي چې د خبریالانو شاوخوا ځای کې دې فلسطینیو وسلوالو ډزې کولې.

تېره میاشت د فلسطین یوې پلټنه کې ویل شوي وو چې ابو عاقله په قصدي ډول یوه اسرائیلي پوځي وژلې وه.

داسرائیل دفاع وزارت دا رپوټ رد کړی او درواغ یې بللی وو.