تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه خونه چې اوکرایین ته ترې د وسلو استولو امر کېږي
بي بي سي یوه داسې حساس پوځي مرکز ته کمساری لاسرسی موندلی چې د لوېدیځ ځواکمن هېوادونه هلته اوکرایین ته د وسلو او مهماتو د تامین هڅې همغږه کوي.
د جرمني شټوټګارت ښار کې د امریکايي ځواکونو د پوځي اډې د بارکونو یوه خونه کې د ۲۶ هېوادونو لسګونه نظامي پرسونل شپه ورځ پر دې کار کوي چې اوکرایین ته وسلې ورسوي.
لوېدیځو متحدانو له همدې خونې تر اوسه اوکراییني ځواکونو ته د نږدې ۸ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات رسولي دي.
د یوه بریتانوي افسر د جاج له مخې د دغو وسلو او مهماتو وزن ۶۶ زره ټنو ته، چې د لندن پر واټونو له ګرځېدونکو ۵۰۰۰ دوه پوړیزه بسونو سره برابرېږي، رسېږي.
دلته پچ بارکونو کې ډېر څه پټ او محرمانه دي. له موږ غوښتل شوي چې د دغه ځای د لیدو پر مهال هېڅ برېښنايي وسیله ځان سره ونه لرو.
ان دا اجازه مو هم نه درلوده چې د نړیوالو ډونرانو د همغږۍ دغه واحد (ای ډي سي سي) له غړو اوکرایینیانو سره خبرې وکړو یا یې عکس واخلو.
د لسګونو هېوادونو نظامیان دلته پرله پسې پر تلیفونونو غږېږي او ډېر وخت د خپلو کمپیوټرونو پردو ته ځیر وي.
له دوی سره د یوه درې ستوري جنرال په مشرۍ د اوکراییني ځواکونو یوه کوچنۍ ډله هم بوخته ده.
دا جنرال هره ورځ لومړی د خپل هېواد اړتیاوې مطرح کوي.
د اوکرایین د ختیځ دونباس کې وضعیت تر بل هر وخت کړکېچن دی، خو دلته شټوټګارت کې د وارخطایۍ پر ځای د لومړیتوب فضا حاکمه ده.
د یوې ډلې دنده دا ده چې د تدارکاتو ځای ځایګی مالوم کړي.
دوی کله داسې هېواد پیدا کوي چې د مشخصو وسلو ورکړې ته لیوال وي، خو وروسته بیا ځکه په بل هېواد پسې ګرځي چې مناسب مهمات او د هغو د ترانسپورت لارې چارې ولرې.
دوی اوس یوه ډېټابېس جوړ کړی چې اوکرایینیان کولی شي، خپل لومړيتوبونه پکې مشخص او ډلبندي کړي.
مرستندویه هېوادونه د اوکرایین د اړتیاو دغه لیست ته لاسرسی لري او ګوري څه ورته برابرولی شي.
دغلته د بریتانوي ځواکونو تر ټولو جګپوړی افسر کرېس کېنګ وايي د دې لپاره چې ډاډمنه شي کمزورې نقطه نه ده پاتې، پوځي مرستې د هوا، اوبو او ځمکې له لارې مختلفو ځایونو ته رسول کېږي.
نوموړی وايي روسیې هڅه کړې چې په دغو اکمالاتي لارو بریدونه وکړي، خو د مهماتو لېږد کې کوم ستر خنډ نه دی رامنځته شوی.
ترې ومې پوښتل چې کله پر اکمالاتو برید شوی؟
وايي "هو - ګومان کوم شوی"
په 'ای ډي سي سي' کې جګپوړی امریکایی قوماندان دوک هینز وايي تر پولې هاخوا د وسلو انتقال پخپله د اوکرایینیانو پر غاړه دی.
نوموړی وايي "اوکرایینیان پولنډ او نورو هېوادونو ته راځي، او (دا سولې) ترلاسه کوي. بیا دوی پخپله ټاکي چې څرنګه دا وسلې تر پولې واړوي."
چې کله وسلې اوکرایین ته واوړي بیا ۴۸ ساعتونو کې دننه دننه لومړۍ کرښې ته رسېږي.
په دې وروستیو کې اوکرایین شکایت وکړ چې وسلې کمې او په ځنډ سره ور رسېږي.
له دې کبله چې روسیه پر دونباس سیمې خپلو سختو هوايي بریدونو ته دوام ورکوي، د اوکرایین لخوا د مرستې غوښتنې غږونه هم ډېر شوي.
د اوکرایین د دفاع مرستیال وزیر وايي تر اوسه یې د هغې پوځي مرستو یوازې لس سلنه ترلاسه کړي چې غوښتنه یې کړې ده.
دلته شټوټګارت کې امریکايی قوماندان هینز بیا بیخي بل ډول پیغام لري.
نوموړی وايي "ډاډمن یم چې دوی دوی سره وسلې نه خلاصېږي."
هغه له دونباسه له بدو خبرونو سره سره وايي "زه دا نه وایم چې دوی ماته خوري، وایم خپلې پوستې ټینګوي."
تېرو څو میاشتو کې د اوکرایین غوښتنې د پام وړ بدلې شوې دي.
د نړیوالو مرستندویانو د همغږۍ واحد (ای ډي سي سي) د فبرورۍ وروستیو کې رامنځ ته شوی او د امریکا او بریتانیا په مشرۍ جلا هڅې یې یو ځای او همغږه کړې دي.
دوی د جګړې د پیل ورځو کې اوکرایین ته د ټانک او الوتکو ضد توغندیو په څېر کوچني مهمات استول.
خو اوکرایین اوس د توپخانې، راکټ لنچرو او هوايي دفاع سیستمونو په څېر لا درنې وسلې غواړي.
مرستندویه هېوادونو پیل کې هڅه کوله چې د پخواني شوروي اتحاد له غړو هېوادونو د شوروي د مهال زړې وسلې تامین کړي.
پخپله اوکراییني ځواکونو هم له لسیزو راهیسې همدا سیستم کارولی دی.
ښاغلی کېنګ واييدا پروسه ډېره پڅه پر مخ تلله. اوس اروپا کې یوازې یوه فابریکه د شوروي د مهال ۱۵۲ میلي متري مرمۍ تولیدوي.
د شوروي اتحاد پخواني غړي دغو کلونو کې کرار کرار د ناټو تجهیزاتي سیستم ته اوښتي دي.
تېرو څو میاشتو کې اوکرایین ته تر سلو ډېر اېم۷۷۷ امریکایۍ د هوېتزر او تر ۳۰۰ زرو ډېرې د ۱۵۵ میلي متري توپ مرمۍ ستول شوې دي.
دغه کار یوه بله ننګونه هم رامنځ ته کړې ده، هغه دا چې اوکراییني ځواکونه هم باید لومړی وروزل شي چې څنګه دا وسلې او مهمات وکاروي.
'ای ډي سي سي' له اوکرایینه بهر دې روزنې ته لار برابره کړې. یو شمېر اوکراییني ځواکونو ته دمګړۍ بریتانیا کې د دې روزنه ورکول کېږي چې د دغه هېواد لخوا ورکړ شوې وسلې او راکټونه څنګه وکاروي.
د ساده سیستمونو زدکړه له ورایه د ویډیو او روزنیزو لارښوونو په وسیله هم ممکنه ده.
دلته د امریکايي او بریتانیاوي ځواکونو د دغو نظاميانو په ګډون هېڅوک هم باورمن نه دي چې دا جګړه به ژر پای ومومي.
دوی وایي اوږدمهال ته چمتووالی کوي.
کله چې مو له بریتانوي قوماندان وپوښتل چې څومره وخت ښايي واخلي، نوموړي وویل: "میاشتې به نه وي، فکر کوم څو کاله به دلته یو."
خو ناټو کې داسې کسان هم شته چې پوښتي ایا لوېدیځ رښتیا هم د څو کلونو جګړې ته چمتووالی لري؟
دا جګړه په حقیقت کې د لوېدیځ د یووالي، هوډ او د وسلو او مهماتو د کمو زېرمو لپاره یو امتحان دی.
شټوټګارت کې بوخت پوځیان پوهېږي چې خطر تر دې نور نه شي ډېرېدلی.
سرماڼو هینز اوکرایین ته دوسلو او مهماتو تامینونکی ماموریت په ۱۹۵۲ کال کې د امریکا د اروپايي قومندانۍ EUCOM له رامنځته کېدو راهیسې، د دوی تر ټولو مهم ماموریت بولي.
بریتانوی پوځي قوماندان کېنګ دا د یوه نسل لپاره تاریخ جوړوونکې شېبه ګڼي او وايي سختې دوه لاره کې ولاړ دي.
هغه وايي "یا باید اوکرایین سره مرسته وکړو چې وجنګېږي، یا باید دا ومنو چې که اوس نه وي، نو مجبور څو کاله وروسته به بیا بل ځای کې جنګېږو."
هغه زیاتوي "که (اوس) کافي ګامونه پورته نه کړو، (دا په دې معنا ده چې) راتلونکې جګړې ته تخم کرو."