تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نړیوال بانک اوکرایین ته د ۶۰ میلیاردو ډالرو 'فزیکي' زیان اوښتو اټکل کوي
نړیوال بانک وايي، د دوی لومړني اټکلونه ښيي چې د روانې جګړې له کبله د اوکرایین ودانیو او اډانې ته د نژدې ۶۰ میلیاردو ډالر فزیکي زیان اوښتی دی.
د نړیوال بانک مشر ډېوډ مالپاس د پنجشنبې پر ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، په دې اټکلونو کې د جګړې له کبله اوښتی اقتصادي زیان شامل نه دی، چې اوس هم په زیاتېدو دی.
همدې غونډې ته په ویډیويي وینا کې د اوکرایین ولسمشر ولودویمر زېلینسکي وویل، هېواد یې هره میاشت اووه میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري، چې د جګړې له کبله اوښتی زیان جبیره کړي او ''په راتلونکي کې به سلګونه میلیارده ډالرو ته د بیا رغاونې په برخه کې اړتیا وي. ''
ښاغلي زېلینسکي له هغو هېوادونو چې پر روسیې یې بندیزونه لګولي او شتمنۍ یې کنګل کړې وغوښتل چې همدا پیسې له جګړې وروسته د اوکرایین بیارغاونې لپاره وکاروي.
بایډن له اوکرایین سره ۸۰۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه
د امریکا ولسمشر جو بایډن له اوکرایین سره د ۸۰۰ میلیون ډالرو اضافي پوځي مرسته اعلان کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې د اوکرایین لومړی وزیر ډینس شمیهال د پنجشنبې پر ورځ سپینې ماڼۍ ته ورغلی و.
د یادونې ده، چې امریکا تېره اونۍ هم له اوکرایین سره اته سوه میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې وه.
د امریکا خزانې 'مالیې ' وزارت دغه راز ویلي، له اوکرایین حکومت سره به د معاشونونو ورکولو او عامه خدمتونو په لړ کې ۵۰۰ میلیونه ډالره مرسته وکړي.
ولسمشر بایډن وايي، په تازه مرسته کې د درنې توپخانې تجهیزات، هویټزر ډوله توپونه او تکتیکل ډوله ډرون شامل دي.
نوموړی زیاتوي ''اوس د جګړې راتلونکي پړاو ټاکلو لپاره خورا مهم وخت دی '' او دغه وسلې به ''مخامخ د خپلواکۍ جګړې لومړۍ کرښې ته استول کېږي. ''
په سپینه ماڼۍ کې د خبرو پر مهال د امریکا ولسمشر د اوکرایین پلازمېنې کیېف جګړه د اوکرایینیانو لپاره ''تاریخي بری ''وباله او په وینا یې اوس وخت راغلی چې له دې هېواد سره ملاتړ زیات شي.
نوموړي وویل راتلونکې اونۍ به د امریکا له کانګرېسه وغواړي چې له اوکرایین سره د نورو مرستو منظوري هم ورکړي.
د روسیې هغې ادعا په هکله چې د اوکرایین ماریو پول ښار یې نیولی یوې پوښتنې ته ځواب کې ښاغلي بایډن وویل، داسې هېڅ ثبوت نه شته، چې د اوکرایین دغه ساحلي ښار په بشپړه توګه سقوط کړی.
د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي د امریکا له ولسمشر د ملاتړ لپاره مننه کړې. نوموړي پر خپله رسمی ټویټر پاڼه لیکلي، ''د بل هر وخت پرتله اوس داسې مرستې ته ډېره اړتیا ده. ''