تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر کانګرس ودانۍ یرغل؛ پر ټرمپ 'د کودتا هڅې' تور ولګېد
د امریکا کانګرس په یوه خورا مهمه غونډه کې د دې هېواد پر پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ تور پورې شو، چې د کانګرس پر ودانۍ یې د یرغل کوونکو لمسون له لارې د ''کودتا هڅه کړې. ''
د جمهوریپال ګوند استازې لیز چینې د کانګرس غونډې ته وویل، هغه اور ډونلډ ټرمپ بل کړی و. د دیموکرات ګوند بني ټامپسن هم د غونډې په ترڅ کې وویل، هغه برید د امریکا ولسواکي له خطر سره مخامخ کړې وه.
د یادونې ده، چې د ۲۰۲۱ کال جنورۍ پر شپږمه د ښاغلي ټرمپ پلویانو داسې مهال د کانګرس پر ودانۍ یرغل وکړ، چې په ټولټاکنو کې د ولسمشر په توګه د جو بایډن تایید چارې روانې وې.
د دې موضوع په هکله له یو کال پوښتنو، مرکو او پلټنو وروسته د دیموکرات کانګرس غړو په مشرۍ ټاکل شوې کمېټې د ډونلډ ټرمپ له نژدې کسانو سره د خپلو مرکو تصویرونو او کلیپونو له ښوولو سره کار پیل کړ.
په دې مرکو کې د امریکا هغه وخت لوی څارنوال بیل بار یوه برخه هم واورول شوه، چې په وینا یې د ډونلډ ټرمپ هغه ادعا چې ګواکې د ټاکنو پایلې غلا شوې، بې بنسټه وه.
ښاغلي بار په دې مرکه کې ویلي: ''نه شو کولای داسې یوه نړۍ کې ژوند وکړو، چې مخکینی حکومت یوازې د خپل لیدلوري پر بنسټ بې ثبوته په ټاکنو کې د ټګي برګي ادعا وکړي او بیا دې په واک کې پاتې شي. ''
په دې غونډه کې د پخواني ولسمشر د لور ایوانکا ټرمپ څرګندونې هم شاملې دي چې ویلي یې و، د لویې څارنوالۍ له لوري یې د خپل پلار د ادعا رد کېدل منلي دي.
پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیا د نننۍ غونډې له پیله مخکې دا هر څه ''سیاسي ټګي، برګي '' وبلله.
د امریکا پخوانی ولسمشر د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د برخې اخیستو احتمالي خبره کوي او د تېرو ټاکنو په ترڅ کې خپلې بې ثبوته ادعاوې تکراروي.