تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ټرمپ "ښکرور" ملاتړی پر کانګرس ودانۍ برید کې په ښکېلتیا تورن شو
د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ملاتړی او د (کیو انون) په نامه د یوې مشهورې توطئې تیورۍ تبلیغ کوونکی پر کانګرس ودانۍ برید کې په لاس درلودلو تورن شوی.
جېکب انتوني چانسلي، چې د جک انجلي په نامه هم پېژندل کېږي، دا مهال د تاوتریخوالي په تور په بند کې دی.
نوموړي تر دې دمه پرې د لګدلیو تورونو په اړه څه نه دي ویلي، خو له بي بي سي سره جلا خبرو کې یې د خپلو کړنو ننګه کړې ده.
ښاغلی چانسلي هغه کس بلل شوی چې پر کانګرس ودانۍ یې د برید پر مهال عکسونه او ویډیو کلپونه ټوله نړۍ کې خپاره شول.
دې عکسونو کې ښکاري چې نوموړي یوه "ښکر لرونکې" خولۍ پر سر ده، د یږې پوستکی یې اغوستی او په لاس کې یې یوه توره ده چې د امریکا بیرغ ورپولې تړل شوی.
جېکب انتوني همدا راز د امریکا بیرغ هم پر خپل مخ رسم کړی دی او د کانګرس ودانۍ دننه ګرځي راګرځي.
خپله پر ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم تور دی چې تېره چارشنبه یې خپل پلویان پر کانګرس ودانۍ برید ته هڅولي وو، او اوس یې دیموکراتان د استیضاح غوښتنه کوي.
یاده دې وي چې په هغه تاوتریخوالي کې د پولیسو د یو افسر په ګډون پنځه کسان وژل شوي وو او ګڼ نور ژوبل وو.
اوس اېف بي ای له خلکو غوښتي چې په دې تړاو پلټنو او د تورنو کسانو نیولو کې ورسره مرسته وکړي.
له جېکب چانسلي پرته ګڼ نور کسان هم د تېرې چارشنبې د پېښو په تړاو نیول شوي دي او دا مهال پلټنې ترې روانې دي.
د "کیو انون" توطئې تیوري څه ده؟
دا تیوري کوم علمي یا ساینسي بنسټ نه لري، خو پلویان یې په دې باور دي چې ولسمشر ټرمپ په حکومت او رسنیو کې د هغو کسانو پر ضد پټه جګړه پیل کړې چې پر ماشومانو جنسي تېري کوي.
د دې تیورۍ منونکي وایي، یوه ورځ به انصاف کېږي او د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هېلري کلنټن په ګډون به ګڼ نور مشهور کسان نیول کېږي او وژل کېږي.
که څه هم د دې تیورۍ بنسټیزه خبره همدا ده، خو پلویان یې ګڼې نورې عقیدې او بارونه هم لري، او ځینې باورونه یې له یو بل سره په ټکر کې هم دي.
دا کسان د رسنیو د رپوټونو، تاریخي پېښو او خپل محاسبې پر بنسټ د بېلابېلو موضوعاتو په اړه پایلې راباسي.