د ټرمپ "ښکرور" ملاتړی پر کانګرس ودانۍ برید کې په ښکېلتیا تورن شو

Jacob Anthony Chansley is alleged to be the man seen wearing horns and a fur hat in photographs, including this from inside the Senate chamber

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جېکب انتوني تېره چارشنبه پر کانګرس ودانۍ برید کې ګډون درلود

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ملاتړی او د (کیو انون) په نامه د یوې مشهورې توطئې تیورۍ تبلیغ کوونکی پر کانګرس ودانۍ برید کې په لاس درلودلو تورن شوی.‌

جېکب انتوني چانسلي، چې د جک انجلي په نامه هم پېژندل کېږي، دا مهال د تاوتریخوالي‌ په تور په بند کې دی.‌

نوموړي تر دې دمه پرې د لګدلیو تورونو په اړه څه نه دي ویلي، خو له بي بي‌ سي سره جلا خبرو کې یې د خپلو کړنو ننګه کړې ده.‌

ښاغلی چانسلي‌ هغه کس بلل شوی چې پر کانګرس ودانۍ یې د برید پر مهال عکسونه او ویډیو کلپونه ټوله نړۍ کې خپاره شول.‌

دې عکسونو کې ښکاري چې نوموړي یوه "ښکر لرونکې" خولۍ پر سر ده، د یږې پوستکی یې اغوستی او په لاس کې یې یوه توره ده چې د امریکا بیرغ ورپولې تړل شوی.‌

جېکب انتوني همدا راز د امریکا بیرغ هم پر خپل مخ رسم کړی دی او د کانګرس ودانۍ دننه ګرځي راګرځي.‌

خپله پر ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم تور دی چې تېره چارشنبه یې خپل پلویان پر کانګرس ودانۍ برید ته هڅولي وو، او اوس یې دیموکراتان د استیضاح غوښتنه کوي.‌

یاده دې وي چې په هغه تاوتریخوالي کې د پولیسو د یو افسر په ګډون پنځه کسان وژل شوي وو او ګڼ نور ژوبل وو.‌

اوس اېف بي ای له خلکو غوښتي چې په دې تړاو پلټنو‌ او د تورنو کسانو نیولو کې ورسره مرسته وکړي.‌

له جېکب چانسلي پرته ګڼ نور کسان هم د تېرې چارشنبې د پېښو په تړاو نیول شوي دي‌ او دا مهال پلټنې ترې روانې دي.‌

د "کیو انون" توطئې تیوري څه ده؟

Man poses with a Q sign at a Trump rally

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د (کیو انون) تیوري کوم علمي بنسټ نه لري

دا تیوري کوم علمي یا ساینسي بنسټ نه لري، خو پلویان یې په دې باور دي چې ولسمشر ټرمپ په حکومت او رسنیو کې د هغو کسانو پر ضد پټه جګړه پیل کړې چې پر ماشومانو جنسي تېري کوي.‌

د دې تیورۍ منونکي وایي، یوه ورځ به انصاف کېږي او د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هېلري کلنټن په ګډون به ګڼ نور مشهور کسان نیول کېږي او وژل کېږي.‌

که څه هم د دې تیورۍ بنسټیزه خبره همدا ده، خو پلویان یې ګڼې نورې عقیدې او بارونه هم لري، او ځینې باورونه یې له یو بل سره په ټکر کې هم دي.‌

دا کسان د رسنیو د رپوټونو، تاریخي پېښو او خپل محاسبې پر بنسټ د بېلابېلو موضوعاتو په اړه پایلې راباسي.