د کانګرس پر ودانۍ د بريد يو کال: د امريکا سياست يې څومره بدل کړی

په داسې حال کې چې امریکا، په واشنګټن کې پر کانګرس ودانۍ، د ډانالډ ټرمپ ملاتړو لخوا د بلوا لومړۍ کلیزې یاد ته تیاری نیسي، د دغه هېواد لوی څارنوال ژمنه کړې چې له ټولو ښکېلو کسانو به حساب اخیستل کېږي.

امریکایان پر هغه څه چې هغه ورځ پېښ شول، ډېر سره وېشلي دي او همدا درز هماغسې په دغه ټولنه کې ولسونه سره جلا کوي.