تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بریتانیا کې د اسلام پیغمبر په لور جوړ شوي فلم ننداره لغوه شوه
د بریتانيا سیني ورلډ ټولو سینما ګانو د هغه فلم ننداره لغوه کړه چې د اسلام د پیغمبر محمد (ص) پر لور جوړ شوی و.
د دغې سینما مسولینو ویلي، د دغې فلم ننداره یې وروسته له هغې لغوه کړې چې پراخ لاریونونه یې راپارولي وو.
د دوی په وینا، دا پرېکره یې د خپلو کارمنانو او پېرودونکو د خوندیتوب د ډاډمنولو په موخه کړې ده.
دا فلم (لیډي آف هیون) نومېږي او د مالوماتو له مخې، له ۱۲۰۰۰۰ څخه زیاتو خلکو یې له سینماګانو د لیرې کولو لپاره یوه نظرپوښتنه لاسلیک کړې وه.
د بولټن د جوماتونو شورا دغه فلم مذهب ته له سپکاوي ډک او پاروونکی بللی دی.
د رپوټونو له مخې، د بولټن د جوماتونو شورا مشر آصف پټېل ویلي، دغه فلم پر "فرقه ییزې آیډیالوژۍ ولاړ دی، تاریخي پېښې تحریفوي او په اسلامي تاریخ کې درنو شخصیتونو ته سپکاوی کوي".
د بولټن د شورا خبرپاڼه وايي، دا په داسې حال کې ده چې د اوونۍ په پیل کې تر سلو زیاتو کسانو د سینما مخې ته د دغه فلم د خپرېدو پر ضد احتجاجونه وکړل.
د دې فلم اجرایوي پروډیوسر ملک شلیبک ویلي، د خلکو د نظرونو د څرګندولو هرکلی کوي خو زیاته کړې یې ده چې سینما ګران باید "پورته شي او د هغو فلمونو د نندارې له حقه دفاع وکړي چې خلک یې لیدل غواړي."
هغه بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې ته ویلي:"فکر کوم سینماګانې له فشار سره مخ دي او دا پرېکړه یې ځکه کړې چې د خلکو ترمنځ شور او ناندرۍ راکمې کړي."
د برتانیا د روغتیا وزیر ساجد جاوید (ټآک ټي وي) سره خبرو کې د احتجاجونو په ځواب کې ویلي، دا پرېکړه هنر او د بیان ازادي ننګوي.
نوموړي زیاته کړې: "زه اندېښمن یم چې دغه هېواد کې به هنرونه له منځه لاړ شي، دلته ځینې کسان فکر کوي چې سپکاوی ورته کېږي، خو هېڅوک د دې کار حق نه لري. ښايي تاسې هغه څه خوښ نه کړئ چې خلک یې وايي، خو دا د هغوی حق دی چې ویې وايي".
ښاغلي ساجد جاوید ټینګار وکړ چې بریتانیا کې هېڅ داسې قانون نشته چې مقدساتو ته دې پکې سپکاوی شوی وي.
هغه همدا راز ویلي، "هغه څه چې موږ یې لرو د بیان ازدي ده او دا یو اساسي ارزښت دی."
په بریتانیا کې د اسلامي شورا - چې به هېواد کې تر ټولو لوی اسلامي بنسټ دی، دا فلم "تفرقه پاروونکی" بللی دی.