د اسلام پیغمبر په اړه له فېسبوکي پوسټ‌ وروسته د هند بنګلور کې تاوتریخوالی؛ درې کسان وژل شوي

د هند په بنګلور ښار کې له هغه وروسته درې کسان وژل شوي، چې د یوه فېسبوکي پیغام لیکوال پر ضد احتجاج کوونکو پولیسو ډزې وکړې. احتجاج کوونکي د یوه ځايي سیاستوال کور مخې ته د احتجاج لپاره یو ځايي شوي وو او ادعا یې کوله چې د دغه سیاستوال یوه خپلوان په خپل فېسبوکي پوسټ کې د اسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) ته سپکاوی کړی دی.

ځايي پولیسو بي بي سي هندي څانګې ته ویلي، چې احتجاج کوونکو ګاډو ته اور ورته کړ او پر پولیس سرتېرو یې د ډبرو ګوزارونه وکړل.

پولیسو هغه سړی نیولی چې فېسبوک پوسټ یې کړی و او دغه راز یې د احتجاج کوونکو له ډلې هم ۱۱۰ کسان نیولي دي.

د بنګلور کمشنر کمال پانټ وايي، د لوړ پوړو افسرانو په ګډون لږ تر لږه ۶۰ پولیس د سې شنبې شپې په دغه تاوتریخوالي کې ټپیان شوي دي.

نوموړی زیاتوي د ښار دوو امنیتي حوزو کې پر ګرځېدو راګرځېدو بندیز لګول شوی دی.

د ځايي پولیسو له لوري په یوه ټویټر پیغام کې ویل شوي، اوس 'وضعیت کنټرول 'دی او پولیسو د خلکو ګڼې ګوڼې خپرولو لپاره د اوښکې بهوونکي ګاز او کوتکو له کاروولو وروسته ډزې کړې دي.

د کرناټکا ایالت، چې بنګلور یې مرکزي ښار دی، د کورنیو چارو ایالتي وزیر د وژل شویو کسانو مړینه تایید کړې ده.

د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي د دغه فېسبوکي پیغام له خپرېدو وروسته چې بیا وروسته لېرې شوی، ځايي خلک د احتجاج لپاره د سیاستوال کور او پولیسو یوه مرکز مخې ته یو ځای شول.

د پارلمان غړي اکهنډا سرینیواس مورتي په یوه ویډیويي پیغام کې له خلکو د ارامۍ غوښتنه کړې او د انصاف ژمنه یې کړې ده. نوموړی وايي:

''زه له خپلو مسلمانو وروڼو غواړم چې د یوه داسې چا پر سره شخړه و نه کړي، چې قانون یې تر پښو لاندې کړی. هر څه چې وي، موږ ټول وروڼه یو. هر څوک چې وي، موږ باید دا ډاډ ومومو چې د خپل عمل سزا به ویني. زه درسره څنګ په څنګ یم. ''