تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سعودي لبنیاتو شرکت اعلان دین ته سپکاوی بلل شوی
په سعودي عربستان کې د لبنیاتو د یوه شرکت پر اعلان خلیجي هېوادونو کې پر خواله رسنیو توند غبرګونونه ښودل شوي او د اسلام دین ته سپکاوی بلل شوی دی.
#له_ندی_شیدو_سره_پرېکون
دا په عربي نړۍ کې پر ټوېټر تر ټولو ډېر کارول شوی هشټګ دی.
کیسه له هغه ځایه پیل شوه، چې د "ندی" په نوم د لبنیاتو یوه شرکت د سعودي د ملي ورځې (سپتمبر ۲۳مه) یو وېډیويي اعلان خپور کړ چې په سعودي ټولنه کې یې ځینو ټولنیزو مسلو ته اشاره کړې ده.
د ښځې د موټر چلول، پوهنتونونو کې د نجونو زدکړه او ګډ تعلیم، د ښځې کار، ښځو ته د لوبو اجازه ورکول او سینما ته د هغوی د تللو مسلې هم په دې اعلان کړې راغلې دي، چې وېدیو کې دویم کس ورته وايي دا ټول "حرام" دي.
شرکت په اعلان کې دا هم ویلي وو چې: "که هر لیدلوری ولرو او نظرونه مو سره مختلف وي، موږ په یوه هېواد کې سره راټول یو او د یوه بیرغ تر سیوري لاندې ژوند کوو."
ټوېټر کاروونکو د #له_ندی_شیدو_سره_پرېکون هشټګ په کارولو سره د یاد شرکت له تولیداتو سره د پرېکون غوښتنه کړې او دا یې "سپکوونکی اعلان" بللی دی.
دوکتور عبدالله الغامدي لیکلي: "د پښېمانۍ ځای دی چې یو ملي شرکت د ټولنې د ارزښتونو او اخلاقو پرضد فعالیت کوي، د پیسو مینې ړانده کړي یاست".
ځینو بیا دا اعلان د واقعیت هېنداره بللی دی.
ایمن الحربي لیکلي: "د ندی شرکت اعلان د دوو پړاوونو: تیاره پړاو او د هیلې او ژوند د پړاو له حقیقتونو پرده پوره کړې ده".
خلیفة المزین لیکلي: "د ندی لبنیاتو شرکت اعلان دین ته هومره سپکاوی نه دی لکه د دین په جامو کې پوښلي سعودي کې چې دودونه ورته سپکاوی دی، په حقیقت کې دا په سعودي ټولنه کې د سختګیرۍ پر وړاندې نیوکه ده".
په سعودي کې د دغه اعلان پر سر تر لانجې راپورته کېدو وروسته په کویت کې هم د یاد شرکت له تولیداتو سره پرېکون وشو، شرکت اعلان لرې کړ او بښنه یې وغوښته.
دغه سعودي شرکت په ټوېټر یوه خبرپاڼه کې ویلي: "د هغه ناسم پوهاوي په اړه پښېماني ښیو چې د ملي ورځې په مناسبت رامنځ ته شوی، له دې کبله مو وېډیو لیرې کړه."