پر اوکرایین د روسیې یرغل ۱۰۰ ورځې؛ زېلېنسکي: بریا به زموږ وي

د عکس سرچینه، EPA
په داسې حال کې چې پر اوکرایین د روسیې د یرغل ۱۰۰ ورځې پوره شوې دي، د اوکرایین ولسمشر د خپل دفتر مخې ته له ځینو چارواکو سره په یوه وېډیويي پیغام کې وايي، چې د جګړې ګټونکي به دوی وي.
نوموړي دا څرګندونې کېیف کې په یوه وېډیويي پیغام کې کړې دي. دا وېډیو د اوکرایین د ولسمشر د دفتر مخې ته بهر ثبت شوې او په وېډیو کې د اوکرایین لومړی وزیر هم ورسره لیدل کېږي.
ښاغلی زیلېنسکي وايي، د جګړې د ۱۰۰ ورځو پوره کېدو په لړ کې د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي ویلي، هره ورځ یې د هېواد ۱۰۰ پوځيان وژل کېږي.
هغه د خپل هېواد ځواکونه وستایل چې په تېرو ۱۰۰ ورځو کې یې د خپل هېواد دفاع وکړه.
دی وايي: "د اوکرایین ځواکونه هم دلته دي... زموږ ولس هم له موږ سره دی. موږ له ۱۰۰ ورځو راهیسې د خپل هېواد دفاع کوو. بریا به زموږ وي، ویاړ به د اوکرایین وي!".
په ورته وخت کې، د ناټو سرمنشي ویلي، دا یوه خونړۍ جګړه ده چې هم اوکرایین او هم روسیې ته پکې ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.
پر اوکرایین د روسیې یرغل د تېرې فبرورۍ میاشتې پر ۲۴مه پیل شو.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ Instagram پای
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي لوېدیځ هېوادونه باید "د اوږده لېږد رالېږد لپاره چمتو شي".
نوموړي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره تر خبرو وروسته خبریالانو ته کړې دي، چې وايي:
"ناټو باید په اوږده جګړه کې د اوکرایین ملاتړ ته دوام ورکړي. موږ باید اوږدمهاله چمتووالی ولرو؛ ځکه څه چې وینو دا دي دا جګړه پر یوې خونړۍ جګړې اوښتې ده چې د اوکرایین خلک له خپلې خاورې د دفاع لپاره د جګړې ډګر کې ډېرې قربانۍ ورکوي، خو دا هم وینو چې روسیې ته هم اوسمهال ډېر تلفات اوړي".
د ناټو سرمنشي زیاتوي، د دوی مسؤلیت دی چې د اوکرایین ملا وتړي. ډېری جګړې - او په تېره دا ډول جګړې- په پای کې د خبرو له لارې پای ته رسېږي، خو څومره چې پوهېږو دا دي هغه څه چې په خبرو کې هوکړې پرې کېږي، د جګړې په ډګر کې له روان وضعیت سره ډېر نژدې تړاو لري. نو موږ باید له دوی سره همکاري وکړو، چې له جګړې تر ممکن بریده غوره لاسته راوړنې ولري.

جګړه څنګه ختمېدای شي؟
پنځه ممکنه سناریوګانې
- خونړۍ جګړه: ښايي دا جګړه - که کلونه نه وي- څو میاشتې وغځېږي؛ ځکه چې د روسیې او اوکرایین ځواکونه د یو او بل د ختمولو هڅه کوي.
- پوتین اوربند اعلان کړي: د روسیې ولسمشر نړۍ په یو اړخیز اوربند حیرانولای شي، ځمکنۍ بریاوې خپلولی او خپله "بریا" اعلانولی شي.
- د جګړې ډګر کې ځای پرځای درېدل: اوکرایین او روسیه دې پایلې ته رسېدلي چې له پوځي لارې نور پایلې ته نه شي رسېدلی او د ستونزې د سیاسي حل لپاره خبرې پیل کړي.
- د اوکرایین لپاره "بریا": اوکرایین د روسیې ځواکونه هغو سیمو ته په شا تمبولی شي چې تر برید مخکې پکې ځای پرځای شوي وو.
- د روسیې لپاره "بریا": په ډونباس کې له خپلو لاسته راوړنو ګټه اخیستی شي او نورو ځایونو کې خپل پوځیان ځای پرځای کړي او ښايي د اوکرایین پر پلازمېنه کېیف بېرته برید وکړي.

بایډن پر پوځي ډوله وسلو د بندیز غوښتنه وکړه
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر وايي، امریکايي چارواکي باید د قتل عام پېښو مخنیوي لپاره پر پوځي ډوله ټوپکو او داسې جاغورونو بندیز ولګوي چې ډېرې مرمۍ پکې ځایږي.
له سپینې ماڼۍ امریکایانو ته په یوه وینا کې نوموړي وویل، په هېواد کې ډېر داسې ځایونه شته چې ''د وژنې په ډګرونو بدل شوي دي. ''
نوموړي وویل که کانګرس نه شي کولای د دې ډول ټوپکو پېر، پلور غیر قانوني کړي، د رانیولو لپاره یې باید د عمر حد له اتلس کلنۍ تر ۲۱ کلنۍ پورې وټاکي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي بایډن په خپل هېواد کې د ډله ییزو وژنو له یو شمېر پېښو وروسته دا وینا کړې.
نوموړي په خپله وینا کې داسې فدرالي قوانین هم یاد کړل، چې له مخې به امنیتي ځواکونه له داسې کسانو د ټوپک اخیستو جوګه شي، چې خطرناک بلل کېږي.
بل لور د امریکا له کانګرسه داسې ډېره تمه نه کېږي چې د ټوپکو کنټرول برخه کې به نوي قوانین تصویب کړي، بلکې کېدای شي د امریکا عدلیه ښايي د ټوپک ساتلو حقونه په یوه داسې قضیه کې زیات کړي چې همدا اوس پرې قاضیان غور کوي.
ولسمشر بایډن وویل: ''دا له چا د ټوپک اخیستو خبره نه ده، دا له هېچا د حق اخیستو خبره نه ده، بلکې دا د ماشومانو خوندیتوب موضوع ده. د خدای لپاره، ولې یو عام وګړی باید داسې پوځي ډوله ټوپک واخلي چې جاغور یې ۳۰ مرمۍ لري، او په څو دقیقو کې ځینې کولای شي سلګونه مرمۍ واوروي؟ ''
ښاغلي بایډن پر پوځي ډوله ټوپکو د ۱۹۹۴ کال یوه بندیز یادونه وکړه، چې ده یې په تصویب کې رول درلود.
هغه بندیز لس کاله وروسته ختم شو او ورسره داسې بحثونه هم راپورته شول چې ایا د تاوتریخوالي پېښو کمولو کې ګټور و او که نه.
ښاغلي بایډن دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې همدا روانه اونۍ د امریکا په بفالو، نیویارک، یفالدي، ټکساس، تلسا او اوکلاهاما سیمو کې د ډزو پېښې رامنځته شوې دي.
ان د پنجشنبې پر ورځ په داسې حال کې چې ولسمشر بایډن دې وینا ته چمتوالی کاوه، د وسکانسن - راسن په یوه هدیره کې د ډزو یوه پېښه شوې، او پر یو شمېر کسانو برید وشو.
د یادونې ده چې د امریکا اساسي قانون په دویم ترمیم کې د شخصي ټوپک ساتلو ته اجازه ورکړل شوې ده.









