د امریکا انډیانا کې ډزو؛ اته کسان ووژل شول

د عکس سرچینه، Reuters
امریکا متحدو ایالتونو کې پولیس وايي، د دغه هېواد په انډیانا ښار په فډیکس پوستي خدماتو مرکز کې د ډزو له کبله اته کسان وژل شوي او ۷ تنه ټپیان دي.
ځايي پولیس وايي، بریدګر له ګاډي راوتلو سره سم (ناڅاپي) ډزې پیل کړې. د چارواکو په وینا داسې ښکاري چې د پېښې ځای ته د پولیسو له رسېدو مخکې بریدګر ځان وژلی دی.
چارواکو د بریدګر یا وژل شویو کسانو پېژندګلوي نه ده څرګنده کړې. په امریکا کې د دغه ډول پېښو دا وروستۍ هغه ده. پېښه له ځايي مهال سره سم غرمه ۱۱ بجې شوې.
د جمعې پر ورځ یوې خبرې غونډې ته وینا کې پولیسو وویل، تر اوسه د پېښې انګېزه نه ده جووته شوې او ښايي جووته هم نه شي.
شاهدان وايي، د فډکس پوستي شرکت ودانۍ کې یې د څو ډزو غږونه واورېدل او یو بل وايي، یو کس یې ولید چې اتومات وسله یې ډزې کولې.
یو بل کس چې خپلوان یې دې پېښه کې ټپي شوی وايي، د بریدګر څېره ورته اشنا نه وه.
چارواکي وايي، نور ولس ته ګواښ نشته.
نږدې هوايي ډګر کې د الوتکو تګ راتګ هم اغېزمن شوی نه دی، چې پخپله فډکس شرکت هم پکې دهلېز لري.
د ښار د پولیسو ویانده جینیا کوک وايي، پولیس د ځای ته رسېدو سره د ډزو سره مخ شول:
"د پېښې ځای کې پولیسو په ډزو وژل شوي اته کسان وموندل."
نوموړې زیاتوي، څو نور کسان هم ټپیان او روغتون ته لېږدول شوي دي.
فډکس پخپله بیان کې وايي، کمپنۍ ته د ډزو اطلاع ور کړل شوې وه او دوی له چارواکو سره همکاري کوي.
دا اداره زیاتوي چې خوندیتوب یې تر ټولو مهم لومړیتوب دی.
دا امریکا کې د ولسمشر بایډن تر واکمنېدو راهیسې د لویو وژنو یوه کړۍ ده او نوموړي تېره اونۍ د توپک کنټرولولو لپاره لومړنی ګام پورته کړ.
د ځینې وسلو لپاره قوانین برابرول، د وسله لرونکي د شالید ارزونه زیاتول او د ځايي تاوتریخوالي د مخنیوي ملاتړ د نوموړي د دې ګام برخې دي.









