عمران خان: که ستره محکمه ملاتړ ونه کړي، د احتجاج لاره به بدله کړو

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر یوځل بیا د سترې محکمې د ملاتړ خپلولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې ستره محکمه باید د سوله ییزو مظاهرو د ملاتړ لپاره نوی فرمان صادر کړي، که نه دا ځل به له لا ډېر چمتووالي سره راشو.

پېښور کې د وکیلانو کنوانسیون ته په وینا کې عمران خان ویلي، "زموږ پر اوږده لاریون د حکومت تر ظلم وروسته، موږ له سترې محکمې پوښتو چې ایا موږ د اساسي قانون مطابق د لېږد رالېږد حق نه لرو؟‌ د احتجاج حق نه لرو،‌ زه له سترې محکمې دا پرېکړه غواړم چې ایا موږ لاریون کولی شو او که نه".

دی وايي، که ستره محکمه مو ملاتړ ونه کړي، د احتجاج لپاره به بله لار غوره کړو.

"له هېڅ چمتووالي پرته موږ اوږده لار ووهله، خو اوس به موږ پوره تیار یو".

عمران خان وايي، که اوسنی حکومت او مشرتابه یې په واک کې پاتې شي، نو ټول هېواد به وران شي ځکه چې د قانون عملي کېدل ختم شوي دي.‌

د نوموړي په وینا، که د هېواد وکیلان او قاضیان خپل دریځ غوره نه کړي، نو تاریخ به هېڅکله دوی ونه بښي.

'اوسنی حکومت له ټاکنو وېرېږي'

د پاکستان پخواني لومړي وزیر پخپلو څرګندونو کې دا هم ویلي چې اوسنی حکومت د ټاکنو له ترسره کېدو وېره لري او پر دولت یې د نیوکې په توګه ویلي، اوسنۍ اداره نه غواړي ټاکنې وشي؛ ځکه چې غواړي عام خلک غلامان وګرځوي.

دی زیاتوي، حکومت په اوږدو لاریونونو کې ستم کړی او زموږ پر کارمنانو یې زرګونه مرمۍ ویشتلې دي.

عمران خان ادعا کوي چې شهباز شریف په ۹۰مه لسیزه کې سلګونه کسان وژلي او حمزه شهباز د اېف ای اې په دوسیه کې محکومېدو په حال کې دی، خو دغو کسانو تر اوسه د عمران خان دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د تحریک انصاف ګوند مشر وايي، وکیلان او قاضیان تر هر بل وخت اوس د خپل هېواد په یوه ازموینه کې ایسار پاتې دي چې په وینا یې "نن زموږ د هېواد پر وړاندې بهرنۍ دسیسه روانه ده".

په ورته وخت کې، د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي محمد بلیغ الرحمن د پنجاب د ګورنر په توګه منلی دی.

د عمران خان څرګندونې داسې مهال شوي، چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د مې پر ۳۱مه ترکیې ته په دوه ورځني سفر روان دی او هلته به د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره هم وګوري.

د فدرالي ادارې د اطلاعاتو وزیرې مریم اورنګزېب په وینا، د دې ځنځیري کتنې موخه د پاکستان او ترکیې ترمنځ د دوه اړخیزو دوستانه اړیکو پیاوړې کول او یو پر بل د باور ډېرول دي.

اغلې اورنګزېب پر ټویټر لیکلي،‌ دا سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو ‌پر پیاوړتیا سربېره، د سوداګرۍ، پانګونې، روغتیا، روزنې، کلتور او نورو برخو هم تمرکز کوي.