تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل کې د پاکستاني طالبانو او پوځ مذاکرات؛ ټي ټي پي خپلې غوښتنې مقابل لوري ته سپارلې
د افغانستان پلازمېنې کابل کې د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) او د پاکستاني پوځ او استخباراتو د استازو ترمنځ روانو مذاکراتو کې پرمختګ شوی دی.
سرچینې وایي، دواړه خواوې هڅه کوي چې خپلو منځو کې یو جوړجاړي ته ورسېږي، خو د پاکستاني پوځ استازي په دې باوري دي چې د (ټي ټي پي) ځینې غوښتنې د منلو نه دي.
سرچینو همدا راز بي بي سي ته ویلي، د قبایلي مشرانو یوه جرګه به سبا یکشنبه (د می ۲۹مه) په دې مذاکراتو کې د ګډون لپاره کابل ته ځي.
یاده دې وي چې افغان طالبانو روانه میاشت رسماً تائید کړه چې د پاکستاني طالبانو او پاکستاني حکومت ترمنځ د مذاکراتو کوربتوب کوي.
د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره اوونۍ پر خپله ټوېټر پانه لیکلي وو، د 'خیر په نیت' د دواړو خواو ترمنځ منځګړتوب کوي.
خو باوري سرچینو بي بي سي ته ویلي، په دې خبرو کې د پاکستان د حکومت استازي ګډون نه لري او د یوازې د پوځ او استخباراتو کسان له (ټي ټي پي) سره په خبرو بوخت دي.
د پاکستاني طالبانو غوښتنې څه دي؟
په دې غوښتنو کې د (ټي ټي پي) پر مشرانو د ټولو بندیزونو ختمولو، پخوانیو قبایلي سیمو ته د پاکستاني طالبانو له خپلو وسلو سره ورستنېدل، د طالبانو د بندیانو خوشې کېدل او له پخوانیو قبایلي سیمو د پاکستاني پوځیانو وتل شامل دي.
ټي ټي پي همدا راز غوښتنه کړې ده چې د پاکستان د اساسي قانون هغه مادې چې له شریعت سره په ټکر کې دي، هغه پر دې ډلې نه پلې کېږي.
دوی په همدا راز په ملاکنډ ډوېژن کې د 'عدل نظام' د پلي کولو غوښتنه کړې، خو څرګنده نه ده چې له دې نظامه د ټي تي پي هدف څه دی.
په غوښتنو کې دا هم راغلي چې له پښتونخوا صوبې سره د پخوانیو قبایلي سیمو یا اېجنسیو یو ځای کېدل یا انظمام به لغوه کېږي.
خو باوري سرچینو بي بي سي ته ویلي، دا لېست یو اړخیز دی او مالومه نه ده چې د پاکستان پوځ یې په بدل کې له (تي تي پي) څه غوښتي.
سرچینې وایي، سره له دې چې لا کومه وروستۍ هوکړه نه ده شوې، خو خبرې دوام لري او پرمختګ پکې شوی دی.
د یادونې ده چې د پاکستان پوځ او ټي ټي پي ډلې د دې خبرو د بریا لپاره دوه اړخیز اوربند هم اعلان کړی چې دا مهال لا پر ځای دی.