یو هندی سندرغاړی څنګه ژر مشهور خو سیاسي ډګر ته ورتګ سره ووژل شو؟

د عکس سرچینه، SIDHU MOOSEWALA VIA INSTAGRAM
د هندي پنجاب وتلي سندرغاړي سیدهو موسې والا د هنر تر څنګ تازه سیاست ته مخه کړې وه او تېره ورځ د نا پېژانده وسله والو په برید کې ووژل شو. د ده وژل کېدو په پنجاب ایالت کې سیاسي ناندرۍ رامنځ ته کړې دي او د اپوزیسيون مشران دولت او پولیس ګرم بولي چې ولې یې له هغه یوه ورځ مخکې امنیتي ساتونکي اخیستي وو. ځايي امنیتي ادارې وايي چې دی په کاناډا کې د بدماشانو یوې ډلې وژلی دی خو کورنۍ یې نه مني او چارواکي ملامتوي چې د هغه وژل دې د "بدماشانو تر منځ وسله والې سیالۍ" پورې نه تړي.
دی پرون (یکشنبه) د هند شمالي ایالت پنجاب په مانسا ولسوالۍ کې په خپل ګاډي کې روان و چې پرون نامالومو وسله والو یې پر ګاډي ډزونه وکړل او هغه یې وواژه.
۲۸ کلن شوبدیپ سنګ سیدهو په سیدهو موسې والا مشهور و. ده شاوخوا شپږ میاشتې مخکې یاني د تېر ۲۰۲۱ میلادي کال په دسمبر کې سیاسي ډګر ته مخه کړې او د هند د یوه مهم ګوند کانګرېس غړی شوی و.
ده ویلي وو، "ما درې څلور کاله مخکې موسیقي پیل کړه او نن د ژوند یو نوی ګام اخلم، یو نوی مسلک پیلوم او یوې نوې نړۍ ته ورننوځم".
د کانګرېس ګوند له لوري یې د ولسي جرګې په ټاکنو کې برخه واخیستله. په داسې حال کې چې پر یوټيوب د ده سندرې میلیونونه کتونکي لري خو د "عام ادمي ګوند" نوماند وېجې سنګلا دغه ټاکنې ترې وګټلې.
د دغه هنرمند ځوان کلیوال او کورنۍ ژوند، موسیقۍ ته راتګ او بیا سیاست پیلول ګڼې لوړې ژورې لري.
کلیوال ژوند او موسیقۍ ته د راتګ تصادف

د عکس سرچینه، SIDHU MOOSE WALA/FB
سیدهو د پنجاب د مانسا ولسوالۍ یو کلیوال ځوان و، ویل یې، "زه کلیوال او د یوې عادي کورنۍ غړی یم. پلار مې سرتېری و خو خدای ډېر څه راکړل او تر اوسه په کلي کې اوسېږو".
د سیدهو مور چرنجیت کور د موسا کلي ملکه وه. د ملکی په ټاکنو کې د بریا لپاره سیدهو ډېرې هلې ځلې وکړې او خپله مور یې بریالۍ کړه.
ده د مانسا په یوه مندر کې تر ۱۲ ټولګي زدکړې وکړې، وروسته یې پوهنتون ووایه او کاناډا ته د یو کلن ډپلوم لپاره لاړ. په څو فلمونو کې یې هم کار وکړ.
سیاست ته د ورتلو په اړه یې ویل، "کانګرېس ګوند کې د ورګډېدو یو لوی لامل دا دی چې په دغه ګوند کې ډیری د عامو کورنیو خلک دي، دوی له زړه او په زغرده د خپلو خلکو غږ اوچتولی شي".
د هنر پيل یې هم له یوه جالب تصادف شوی دی. شاوخوا څلور کاله مخکې د یوې رسنۍ خبریال د دوی کالج ته ورغلی و او هلته یې له زدکوونکو سره خبرې کولې. سیدهو په ګڼې ګوڼې کې ځان ور رسولی و او خبریال ته یې ویلي وو چې دی غواړي یوه سندره ورته ووايي.
کله یې چې سندره وویله نو ډېر وستایل شو او چکچکې ورته وشوې. ژر داسې وخت راورسېد چې د خپل هنر په برکت شوبدیپ سنګ سیدهو په (سیدهو موسې والا) مشهور شو.
د ټوپک کارولو دود عامول

د عکس سرچینه، SIDHU MOOSE WALA/FB
په بېړه د سیدوهو د مشهورېدو تر شا هم څو لاملونه وو. یو خوا موسیقي، بلخوا فلمونه او بیا سیاست. خو د موسیقۍ په ډګر کې یې د ژر نوم ګټلو یو لوی لامل دا ګڼل کېږي چې په خپلو سندرو کې به یې ټوپک او وسلې ډېرې کارولې. دې کار هغه وروسته له ګڼو ستونزو او له قانونه د سرغړونې څو قضیو سره مخ کړ.
په ۲۰۲۰ کې د ده دوه داسې ویډيوګانې پر خواله رسنیو ډېرې مشهورې شوې چې سیدهو پکې په ډزو کولو لیدل کېږي. د سیمې ځینو خلکو یې پر ضد اعتراض او پولیسو ته شکایت کړی و.
دغه دواړه ویډيوګانې د کورونا له کبله د کوربندیز پر مهال خپرې شوې وې. پر سیدهو د دوو جرمونو تور پورې شو، یو د طبعي پېښو د کنټرول له تګلارې سرغړونه او بل هم د وسلو کارولو دود ته وده ورکول. دوسیه ورته جوړه او له قانوني چلند سره مخ شو.
د هندي سېنما د وتلي فلمي ستوري سنجې دت په ستاینه ویل شوې یوې سندرې هم دی له ستونزو سره مخ کړ. په سندره کې داسې ښکارول شوې وه چې ګوندې پر سنجې دت هم د وسلو ساتلو له کبله بېلا بېل تورونه وو او بیا زندان ته ولېږل شو. سیدهو دا د ویاړ خبره ګڼلې وه خو یوه ځايي امنیتي چارواکي اونیت کور سیدهو یې په اړه پر فېسبوک مشوره ورکړې وه چې داسې دې نه کوي. ورته لیکلي یې وو، "سیدهو موسې والا په دې سندره کې ځان له سنجې دت سره تړي او د ځان پر ضد لګول شويو تورونو باندې ویاړي. په سندره کې وايي چې که څوک کومه قضیه او دوسیه ولري نو هغه اصیل سړی دی کنه نو نه دی".
کله چې د کانګرېس ګوند غړی شو نو خبریالانو د ګوند مشر پوښتلی و چې دی خو په سندرو کې د وسلو کارولو ته خلک هڅوي، دې سره به یې څه کوئ؟ نو ځواب ورکړل شوی و چې "دا پرېکړه به د پنجاب ولس کوي".
خو پخپله سیدهو هم دې ته جالب دلایل تراشل. هغه د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې د خپل یوه سندریز پروګرام پر مهال ویلي وو، "تاسې کله زما په سندرو کې د نشه يي توکو یادونه لیدلې؟ په فلمونو کې وسله وال تاوتریخوالي ته وګورئ. تاسې هغوی ته ولې جواز ورکوئ، د هغوی سندرې ولې نه بندوئ. هغه هم بند کړئ کنه. داسې خلکو ته ټېکې ورکول بس کړئ".
اوس د ده د وژل کېدو خبره هم په یو نا یو ډول د وسلو کارولو په دود پورې تړلې بلل کېږي
د برید مسولیت او د "بدماشۍ سیالي"

د عکس سرچینه، Getty Images
د پنجاب ایالت د پولیسو مشر وي-کې بهاورا ویلي چې یوه کاناډا مېشتي بدماش پر سیدوهو د برید مسولیت اخیستی دی. خو د سیدوهو کورنۍ دغه چارواکی ملامت کړی چې پرته له پلټنې د هغه وژنه د "بدماشانو تر منځ سیالۍ" پورې تړي او ورته ویلي یې دي چې باید له دې کبله یې له کورنۍ بښنه وغواړي.
خو د پولیسو مشر ښاغلي بهاورا د خپلې کړې خبرې په سپيناوي کې ویلي، هغه نه سیدوهو "بدماش بللی او نه یې په بدماشانو پورې تړلی دی".
دغه پولیس افسر همدا راز ویلي، "د لاورېنس بېشنوی ډلې د دغه برید مسولیت منلی دی. په پلټنو کې به د دې وژنې ټولې خواوې ارزول کېږي".
د پنجاب اعلی وزیر بهګوانت من هم د سترې محکمې د یوه قاضي په مشرۍ د دې پېښې د پلټلو امر کړی دی.
هلته اپوزېسیون مشران امنیتي ایالتي حکومت ملامتوي چې کله سیدوهو نه یې د هغه د امنیت ساتلو لپاره ګمارل شوې ډله بېرته نه وای اخیستې نو هغه به نه و وژل شوی.
خو ښاغلي بهګوانت من یې په ځواب کې ویلي، دی هم په هغو څلورو سوو (وي-ای ـ پي) یا ډېرو خاصو کسانو کې و چې په دې وروستیو کې د دولت د یوه تازه ګام په ترڅ کې له ټولو د هغوی ساتنډلې اخیستل شوې دي.
خو اپوزیسیون او خلک دا نیوکه هم کوي چې ولې حکومت د دغو کسانو نوملړ خپور کړی و چې له کبله یې د دوی رقیبان یا سیالان زړه ور شوي او د هغوی امنیتي خوندیتوب یې له خطر سره مخ کړی دی.
د ۲۸ کلن شوبدیپ سنګ سیدهو یا سیدوهو موسې والا وژنې په هند، پاکستان او په ځانګړي ډول په کاناډا او د ده په پلرني ټاټوبي پنجاب کې د ده مینه وال سخت خپه او زړه ماتي کړي دي. خواله رسنۍ د ده په اړه د غمشریکۍ پیغامونو په سر اخیستې دي او ډیری یې غوښتنه کوي چې سیدوهو موسې والا ته دې انصاف ورکړل شي او د هغه قاتلانو ته دې جزا ورکړل شي.








