سپاه پاسداران: د وژل شوي قومندان غچ اخلو؛ اسراییل وايي ښايي اتباع مو په نښه شي

د عکس سرچینه، AFP
د اسراییل ملي امنیت شورا خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې د امنیتي خطر له کبله دې ترکیې ته سفر نه کوي.
دوی خبرداری ورکړی چې ایران ښايي تېره اوونۍ د دغه هېواد د سپاه پاسداران ځواکونو د یوه قوماندان "حسن صیاد خدايي" د وژل کېدو غچ کې اسراییلي وګړي په نښه کړي.
دا خبرداری داسې مهال ورکړ شوی چې تازه د ایران د سپاه پاسدارن ځواکونو قوماندان هم ویلي چې د صیاد خدايي غچ اخلي.
تهران اسراییل د نوموړي د وژلو مسوول ګڼي.
د ایران دغه پوځي قوماندان د مۍ پر ۲۲مه تهران کې د خپل کور مخې ته د ناپېژانده وسله والو برید کې ووژل شو.
ایراني رسنیو هغه ته د "حرم د مدافع" خطاب کړی چې اشاره یې سوریه کې حضور او د دغه هېواد کورنۍ جګړه کې د بشار الاسد په ملاتړ برخې اخیستلو ته ده.
اوس د اسراییلو ملي امنیت شورا اعلان کړی چې ایران ښايي ترکیه کې اسراییلو ته د زیان رسولو هوډ ولري.

د عکس سرچینه، fars
اسراییل ترکیه د هغو هېوادونو ډله کې شمېرلې چې اتباعو ته یې پکې خطر پېښېدای شي.
د اسراییلو او ترکیې اړیکې اوس ښه دي او اسراییلي وګړي دغه هېواد ته د سیل او چکر لپاره ډېر ځي.
وړاندې اسراییلي رسنیو ویلي و چې حسن رضا خدايي د نړۍ بېلابېلو برخو کې پر اسراییلي اهدافو د بریدونو د سازمانولو مسوول و.
د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر د دغه ایراني پوځي مشر د وژل کېدو په اړه تبصره نه ده کړې خو لومړي وزیر نفتالي بېنټ ګواښ کړی چې تهران به پر اسراییلو د بریدونو د لمسون "بشپړه بیه" پرې کړي.
هغه پرون یکشنبه وویل ایران به د دې ګرانه بیه پرې کړي چې له خپل ملاتړه برخمن نیابتي وسله وال پر اسراییلي اهدافو ترهګریزو بریدونو ته هڅوي.
هغه زیاته کړه چې نور "د ایران د خوندي پاتې کېدو وخت پای ته رسېدلی."
ایران د سپاه پاسدارن مشر: غچ اخلو

د عکس سرچینه، Reuters
د اسراییل د ملي امنیت شورا خپلو اتباعو ته دا خبرداری داسې مهال ورکړی چې د ایران د سپاه پاسدارن عمومي قوماندان حسین سلامي د حسن صیاد خدايي کورنۍ سره د لیدو پر مهال ژمنه کړې چې د نوموړي غچ به خامخا اخلي.
هغه دې وژنې ته اسراییل سره تړاو ورکړی.
تر هغه وړاندې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي هم ویلي و چې "د و ینې غچ حتمي دی."
د سپاه پاسداران یوه ویاند رمضان شریف به مخامخ د اسراییلو نوم اخیستی او دا یې ددغه هېواد د استخباراتو د ګوډاګیانو کار بللی و.








