بایډن: اوکرایین کړکېچ نړیواله ستونزه ده چې ټوله نړۍ یې اغېزمنه کړې

جو بایډن

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا ولسمشر جو بایډن د کواډ غونډې پر مهال اسيا کې خپلو متحدینو ته ویلي، پر اوکرایین د روسیې برید سره ټوله نړۍ په ګډه له یوهستونزمن حالته تېرېدونکې ده.

بایډن خپلو خبرو کې دې حالت ته د "تورې شېبې"نوم ورکړی او جګړه يې یوه "نړیواله ستونزه" ياده کړې ده.

د جاپان لومړي وزیر فومیو کیشیدا د هغه څرګندونو ته په اشارې ویلي، اسیا کې باید د ورته بریدونو مخه ونیول شي.

ښاغلي بایډن اسیا ته د ولسمشر په توګه په خپل لومړي سفر کې توکیو کې د جاپان، استرالیا او هند له مشرانو سره لیده کاته کوي.

دغه څلور هېوادونه به چې په ګډه د کواډ په نامه پېژندل کېږي د امنیت او اقتصادي اندېښنو سربېره سیمه کې د چین د مخ په زیاتیدونکي نفوذ او د روسیې د یرغل په تړاو رامنځته شویو اختلافاتو په اړه خبرې وکړي.

ښاغلي بایډن دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې کړي چې چین ته یې خبرداری ورکړی چې د تایوان پر سر به "خطر ته غاړه ږدي". بایډن ژمنه کړې چې که چین پرې برید وکړي نو چمتو دی چې د تایوان پوځي ساتنه وکړي.

جو بایډن د سې شنبې په سرمشریزه کې د خبرو پر مهال ویلي، دا غونډه "د ډیموکراسۍ پر ضد استبدادي نظامونو په تړاو ده، او موږ باید ډاډه شو چې یوې پایلې ته ورسېږو."

هغه زیاته کړه، اوکرایین جګړه د "نړۍ په ټولو برخو اغېز کوي" ځکه چې د روسیې له خوا د اوکرایین د غلو صادراتو بندېدل د نړیوال خوراکي ناورین رامنځته کېدو لامل کېږي.

بایډن ژمنه وکړه چې امریکا به د نړیوالو غبرګونونو د رهبرۍ کولو لپاره له خپلو متحدینو سره په ګډه کار کوي.

له غونډې وروسته ښاغلي کیشیدا خبریالانو ته وویل، د هند په ګډون ټولو څلورو هېوادونو د قانون پر حاکمیت او د ځمکنۍ بشپړتیا پر اهمیت هوکړه وکړه او دا چې "په زور د وضعیت د بدلولو یو اړخیزې هڅې به هېڅکله و نه زغمل شي."

د کواډ غونډه کې د نړۍ مشران

د عکس سرچینه، Getty Images

هند تر دې دمه د کواډ یوازینی غړی هېواد دی چې د برید له پیله یې مخامخ پر روسیې له نیوکو ډډه کړې.

د کواډ هېوادونو د سمندري څارنې یو نوی نوښت اعلان کړی چې له مخې یې تمه کېږي سیمه کې د چینایي فعالیتونو څارنه ګرندۍ شي، له دې پلان سره به په راتلونکي پنځو کلونو کې پر بنسټیزو پروژو او پانګونې لږ تر لږه ۵۰ میلیارده ډالر ولګوي.

کواډ چې په رسمي ډول د څلور اړخیز امنیتي ډیالوګ په نامه یادېږي په ۲۰۰۴ کال کې د هند سمندر له څونامي وروسته جوړ شو چې موخه یې د ناورین پر مهال د بشر دوستانه مرستو چمتو کول دي.

سره له دې چې بایډن اوکرایین جګړې له امله نړۍ کې د خوراکي ناورین رامنځته کېدو خبرداری ورکوي، انګلستان هم د غلو او خوراکي توکو د کمبود له امله اندېښنه څرګنده کړې او وايي، ښایي دا کمښت د زیاتې مړینې لامل شي.

د پولڼد ولسمشر همدا راز زیاته کړې، د اوکرایین جګړه به اروپا ته د ډله ییزې کډوالۍ لامل وګرځي.

د اروپاپي ټولنې کمیسیون مشر پر روسیې تور پورې کوي چې په خپله خاوره کې د کښتیو اوښتو مخه نیسي او نه پرېږدي چې خوراکي توکي اوکرایین ته ولېږدول شي.

اوکرایین د بهرنیو چارو وزیر هم پر روسیې تور لګوي چې یو شمېر روسي غله غلې او دانې غلا کوي او له هېواده بهر یې پر نورو پلوري.