جوبايډن له ولسمشر کېدو راهيسې لومړی ځل اسيا ته سفر کړی

د ویډیو تشریح، جوبايډن له ولسمشر کېدو راهيسې لومړی ځل اسيا ته سفر کړی

د امریکا ولسمشر جو بایډن د جاپان لومړي وزیر ته ویلي دي چې امریکا د جاپان دفاع ته په بشپړه توګه ژمنه ده دا اسیا ته د ښاغلي بایډن لومړی سفر دی.

پام کې ده چې د سشنبې پر ورځ به ښاغلی بایډن د جاپان، هند او استرالیا له لومړیو وزیرانو سره غونډه کوي چې د کواډ هېوادونو په نامه یادېږي.

د اوکرایین په اړه به هم خبرې کېږي خو تر ډېره به پام د چین پر موخو او په ځانګړي ډول پر تایوان د چین پر ادعا راغونډ وي.

ډېری کارپوهان په دې باور دي چې د چین لوی پوځ دا وړتیا لري چې پر تایوان یرغل وکړي او که امریکا او ملګري یې مداخله وکړي نو د دوی مخه هم نیولی شي.