بایډن: امریکا ناټو کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب بشپړ ملاتړ کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي فنلنډ او سویډن د ناټو د غړیتوب پرېکړه کې د دوی له بشپړ او هر اړخیز ملاتړه برخمن دي.
دغو هېوادونو تازه د لوېدیځ دغه ځواکمن پوځي اېتلاف کې غړیتوب لپاره غوښتنلیکونه سپارلي چې پالیسیو کې یې ستر بدلون ګڼل کېږي.
دا هېوادونه اوس د ناټو د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره ددغه سازمان د ټولو ۳۰ غړو ملاتړ ته اړتیا لري.
خو ترکیې یې د غړیتوب مخالفت کړی دی.
د امريکا ولسمشر جوبايډن سپینه ماڼۍ کې د سويډن له لومړۍ وزیرې مګدالينا انډرسن او د فنلنډ له ولسمشر ساولي نينيسټو سره ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې ويلي چې د ناټو له اېتلاف سره د نويو غړیو يو ځای کېدل د چا پر وړاندې ګواښ نه رامنځ ته کوي.
ښاغلي بايډن زياته کړه، د بریتانيا پارلمان هم په دې اړه بحث کوي.
د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ د فنلنډ او سویډن د دغه ګام هرکلی کړی، او دا يې يوه تاريخي شېبه بللې، چې په خبره يې بايد ګټه ترې پورته شي.
نوموړي ويلي، د دواړو هېوادونو غړيتوب به یې ګډ امنيت لا زيات کړي. د سويډن او فنلنډ غړيتوب تایید لپاره بايد د دغه تړون ۳۰ هېوادونه مثبته رايه ورکړي. تر دې مهاله ترکیې له کرد اورپکو سره د ددغو دواړو هېوادونو تړاو پر سر ناټو سره د دوی د يوځای کېدو مخالفت کړی.
د ایټالیا لومړي وزیر اوکرایین کې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، Reuters
د ایټالیا لومړی وزیر ماریو ډراګي ويلي په اوکرایین کې دې جګړه بنده او سملاسي اوربند دې وشي.
د رویټرز د رپوټ له مخې ښاغلي ډراګي اوکرایین کې د بېړني اوربند غوښتنه کړې چې له مخې یې شونې کېدای شي د جګړې د پاي ته رسولو لپاره جدي خبرې اترې پیل شي.
نوموړي د ايټاليا مشرانو جرګي ته خبرو کې ویلي، ژر تر ژره باید اوربند وشي.
ډراګي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې هغه د اوکرایین په ملاتړ کې د ایټالیا د دریځ په اړه بحثونه پیل کړل، تمه کېږي دا چاره د روسیې غبرګونونه له ځانه سره ولري.
د رویټرز په وینا، د ایټالیا لومړي وزیر پر روسیې د فشار راوستو لپاره د لا زیاتو اقتصادي بندیزونو پر لګولو ټینګار کړی چې د هغه په ټکو "ځکه چې له مخې یې موږ کولی شو مسکو د خبرو اترو مېز ته کېنوو."
ورته وخت کې د جرمني لومړي وزیر اولاف شولتز اروپايي ټولنې سره د اوکرایین د یو ځای کېدو د غوښتنې په غبرګون کې ویلي، د دې چارې د ژر ترسره کېدو لپاره لنډه لار نشته.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
ښاغلي شولتز خبرداری ورکړی چې، د روسيې له بریدونو سره سره په اروپايي ټولنه کې د اوکرایین د شاملېدو هڅې نه شي چټکېدای.
د شولتز په وینا، د اوکرایین لپاره استثنا به د بالکان هېوادونو په حق کې بې عدالتي وي چې کلونه کېږي د اروپايي ټولنې د غړیتوب په لټه کې دي.
له دې وړاندې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم خبرداری ورکړی و چې اروپايي ټولنه کې د اوکرایین غړیتوب "لسیزې" وخت نیسي.
شولتز همدا راز زیاته کړې، د اوکرایین د بیارغونې په برخه کې میلیاردونو پیسو ته اړتیا ده او په کار ده چې اروپايي ټولنه د اوکرایین د بیارغونې لپاره د مرستو صندوق جوړ کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
اوکرایین کې پر بېړني اوربند داسې مهال ټینګار کیږي چې روسیه هره ورځ د ازوفسټال له کارخانې د سلګونه اوکراییني سرتېرو د تسليمېدو خبر ورکوي.
د روسیې د دفاع وزارت ادعا کړې چې تېره ورځ د ماریوپول ازوفسټال پولادو فابریکه کې لږ تر لږه ۸۰۰ سرتېري تسلیم شوي دي.
اوکراییني چارواکو ویلي، دغه سرتېري به له روسي بندیانو سره تبادله شي.
له ازوفسټال کيدونکي اوکراییني سرتېري د روسیې تر کنټرول لاندې سیمو ته لېږدول کېږي.
له دې وړاندې د اوکرایین د دفاع مرستیال وزیرې هنا مالیار ویلي وو چې کیېف د ماریوپول د پولادو ازوفسټال کارخونه کې د خپلو پاتې سرتېرو د ژغورلو لپاره هر "شونی او ناشونی" کار کوي.









