تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د میانمار پخوانۍ مشره په پنځه کاله نور بند محکومه شوه
میانمار کې یوې محکمې د دغه هېواد پخوانۍ مشره آنګ سان سوچي په پنځه کاله بند محکومه کړه چې له دې سره د مېرمن سوچې ټوله سزا یولسو کلونو ته ورسېده.
د میانمار پخوانۍ مشره وروسته له هغې په پنځه کاله بند محکومه شوې، چې د پوځ له لوري پرې د فساد تورونه لګېدلي و.
ویل کېږي د انګ سان سوچي محاکمه د بندو دروازو تر شا شوې او خبریالانو ته پکې د ګډون اجازه هم نه ده ورکړل شوې.
سوچي له هغه راهسې په کور کې نظر بنده وه چې شاوخوا ۱۴ میاشتې وړاندې د پوځ د کودتا په ترڅ کې ملکي حکومت له واکه لرې کړ.
آغلی سوچې د ډیموکراسۍ لپاره د ملي ایتلاف مشره وه چې په تېر پارلمان کې یې اکثریت څوکۍ لرلې.
انګ سان سوچي په ټاکنو کې پر درغلۍ هم تورنه ده چې ګوند یې اکثریت رایې ګټلې وې، خو پوځ په درغلۍ تورنه کړه، رای یې باطلې اعلان کړې او د هغې ګوند یې له واکه لرې کړ.
د ښاغلې سوچي وکیلانو بي بي سي سره خبرو کې ویلي، تر دې دمه په دې نه دي توانېدلي چې خپلې موکلې سره وویني.
پرهغې تور و چې د (دیموکراسۍ ملې لیګ) له غړو او په میانمر کې د یانګون د سیمې له مشرنه ۶۰۰۰۰۰ ډالر او سره زر په بډو کې اخیستي.
پر نوموړې دا تور هم دی چې د کورونا له محدودیتونو یې سرغړونه کړې.
ملاتړي یې وايي، حکومت یې د نیولو لپاره پلمې لټوي او له دې سره غواړي مېرمن سوچي چې میانمار کې د دیموکراسۍ سرلارې ده، په عمري بند محکومه کړي.
وروسته له هغې چې وځ د کودتاه په پایله کې د انګ سان سوچي حکومت وپرځول شو او پوځ واک ترلاسه کړ، په میانمار کې د څو میاشتو لپاره پراخ احتجاجونه وشول، خو احتجاج کوونکي، خبریالان او د دیموکراسۍ پلویان ونیول شول.
له هغه وروسته د مېرمن سوچي او د هغې د ګوند د ډېرو غړو په ګډون تر ۱۰ زره ډېر کسان نیول شوي دي.
د میانمار د سیاسي بندیانو د مرستو ټولنه وايي، د څو میاشتو راهیسې د امنیتي ځواکونو او احتجاج کوونکو تر منځ نښتو کې لږ تر لږه ۱۸۰۰ کسان وژل شوي.