تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
انګ سان سوچي د روهینګیا مسلمانانو توکموژنه رد کړې
۱۸ میاشتې مخکې په میانمار یا برما کې انګ سان سوچي خپل ګوند واک ته ورساوه. هغه په ۲۵ کلونو کې لومړنۍ ازادې ټاکنې وې چې دې په کې برخه واخیسته، خو له هماغه راهیسې د دې د مشرتابه په تړاو پوښتې هم را ولاړې شوي دي.
په ځانګړې توګه د دې په هېواد کې له مسلمانانو سره د چلند په اړه د دې پټه خوله پاتې کېدل پوښتنې ډېرې کړي.
په تېرو شپږو میاشتو کې نژدې ۷۰ زره روهینګیا مسلمانان میانمار کې له خپلو مېنو وتلي دي. رپوټونه وايي هلته ملي پوځ په ډله ییزه توګه خلک وژني او پر ښځو ډله ییز جنسي تېري کېږي.