زېلینسکي: روسیه د اوکرایین ختیځ کې د نویو بریدونو لپاره لسګونه زره پوځیان چمتو کوي

د عکس سرچینه، Ukraine government
د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي وايي روسيه د اوکرایین په ختیځ کې د نویو بریدونو لپاره لسګونه زره پوځيان یو ځای کوي.
د یکشنبې پر ورځ پر فېسبوک پاڼه شپنۍ لیکنې کې پر ''یرغلګرو ځواکونو '' د شکنجې تور پورې کړ، ډارن یې وبلل او همدا راز یې پر خپلو خلکو غږ وکړ چې د روسیې پر ضد 'زموږ د هېواد په ختيځ کې لا ډېرو پراخو عملیاتو' ته چمتو شي.
ښاغلي زېلينسکي ویلي: ''دوی زموږ پر ضد لا نور توغندي کارولی شي، لا ډېر بمونه به له هوا راباندې راوغورځوي، خو موږ به یې هر عمل ته ځواب ورکولو ته چمتو یو. ''
ده د روسیې هغه ادعاوې هم بې بنسټه وبللې چې ویلي یې وو، په اوکرايين کې ملکي خلک پخپله د اوکراييني ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي.
ولاديمير زېلیسنکي دا ده روسیې د کمزورۍ نښه وبلله '':دوی په بوچا کې د خلکو د وژنو تور په موږ راپورې کړی او ویلي یې دي چې دوی نه دي وژلي. تاسې پوهېږئ چې دوی ولې داسې کوي؟ ځکه ډارن دي' '.
ښاغلي زېلينسکي ویلي: ''دوی د دې خبرې په منلو هم ډارېږي چې ووايي له لسيزو راهیسې یې په اصل کې د اوکرايين پر ضد ټوله تګلاره ناسمه وه' '.
د اوکراييني ولسمشر په وینا، د خپلو تېروتنو نه منلو پر روسیې نوې تېروتنې هم وکړې: ''دوی پر ځان هر ډول سیاسي حل لارې ودرولې، ناممکنه هیلو ته د رسېدو له ارمانه لاس نه اخلي، هماغه و چې جګړه یې پیل کړه. دا هر څه له ډاره کېږي. خو اوکراین به دې هر څه ته د پای ټکی کېږدي' '

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور د روسیې فدراسیون چیچنیا جمهوریت مشر رمضان قادروف وايي، نه یوازې پر ماریو پول بلکې د اوکرایین پر پلازمېنه کیېف او نورو ښارونو به یو برید پیل شي.
نوموړي پر دوشنبه پر خواله رسنۍ ټیلیګرام یوه خپره شوې ویډیو کې ویلي، دی به په بشپړه توګه 'د اوکرایین ختیځې سیمې لوهانڅک او دونیڅک ' له ازادولو وروسته کیېف او نور ښارونه هم لاندې کړي.
نوموړي زیاته کړه: ''ډاډ درکوم چې یو ګام به پر شا نه شو. ''
د نوموړي دا څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي، چې اوکرایین جګړه اوس تر ډېره بریده خیتځ ته شوې ده او هلته اوکراییني ځواکونه سخته او منظمه جګړه کوي.
روسي چارواکي وايي، د دوی توجه د دونباس بشپړې ازادۍ ته ده، چې د لوهانڅک او دونیڅک سیمې پکې راځي.
''بایډن له مودې سره خبرې کوي ''

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر بایډن به نن دوشنبه د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره انلاین غونډه وکړي.
په پام کې ده، دواړه مشران به د نړیوال اقتصاد، کورونا وبا او یو شمېر نورو دوه اړخیزو مسایلو په هکله خبرې وکړي.
د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي: ''ولسمشر بایډن به د اوکرایین پر ضد د روسیې ظالمانه جګړې او په نړیواله کچه د خوړو او اړتیا وړ توکو پر عرضه د دې بې ثباته کوونکو اغېزو کمولو لړ کې سلا مشورو ته دوام ورکړي. ''
د یادونې ده، چې د لوېدیځو هېوادونو له بندیزونو وروسته روسیه د خپلو تېلو لپاره نوي بازارونه لټوي او هند په پریمانه کچه دا تېل کاروي، چې په ارزانه بیه پلورل کېږي.
د ځینې اټکلونو له مخې هند د روسيې د تېلو شپږ میلیونه بېرلو سودا کړې. هندي چارواکي بیا د نړۍ په کچه د تېلو وارداتو لړ کې د خپلې اړتیا پوره کولو لپاره دا په یوه لوی لوښي کې له یوه څاڅکي سره تشبیه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ملي امنیت مرستیال سلاکار دلیپ سینګ په دا وروستیو کې هند ته د سفر پر مهال ویلي، امریکا هند ته له روسیې د انرژۍ سیکتور وارداتو لړ کې 'سرې کرښې ' نه ټاکي، خو په پېردولو کې چټک زیاتوالی لیدل هم نه غواړي.










