اوکرايين جګړه کې بهرني جنګيالي
اوکرایین کې د جګړې له پیل راهېسې څه باندې څلور میلیونه کسان له دغه هېواده وتلې دي، خو په لسګونو زره نور بیا د خپل هېواد د دفاع لپاره بېرته ستانه شوي هم دي. دوی د جنګېدو یا خو ډېره لږه او یا هم هېڅ تجربه نه لري.
بي بي سي د اوکرایین پر پوله له دېنس سره لېدلي چې د کښتیو جوړولو انجینیر دی. له نېدرزلندز نه داسې مهال د اوکرایین مېکولایف ته روان دی چې ښار یې تر برید لاندې دی.