اوکرايين جګړه: يوه ښارګوټي کې د روسانو له خوا تاوتريخوالی
د اوکرايين ختيځ کې د اورګاډي پر يوه تمځي توغنديز بريد داسې مهال شوی، چې ملکيان په کې د روسانو له يرغله تېښتې لپاره غونډ شوي وو.
شاوخوا ۴۰ کسان د اوکرايين ختيځ کې د اورګاډي پر يوه تمځي توغنديز بريد کې وژل شوي، او له سلو ډېر نور ژوبل شوي دي. دا پېښه کراماټورسک کې شوې، ملکيان په کې د خپل هېواد خوندي ځايونو ته د تېښتې لپاره غونډ شوي وو.
اوکرايين په بيړه د خپلو زرګونو خلکو په ايستلو بوخت دی، چې د روسانو يرغليز يون له امله له ګواښونو سره مخامخ دي. د اورګاډي چارواکي وايي تمځی کې د دغه بريد پر مهال زرګونه خلک غونډ شوي وو. روسيې د دې بريد مسئوليت رد کړی دی.
د اوکرايين ولسمشر وايي له کيف سره نژدې بوروډيانکا ښارګوټي کې د روسیو ځواکونو له تاوتريخوالي ډک کړه وړه، د هغه څه پرتله چې بوچا کې شوي، لا ډېر بوږنوونکي بلل شوي دي. پر همدې مهال هغو سيمو کې چې د روسيو ځواکونو له لوري نيول شوې، د ژوند ځوروونکې کيسې په راوتو دي. د چرنيهېف لسګونه زره اوسېدونکي له کمو خوړو، اوبو او برېښنا نشتوالي سره د سزا ورکولو له سختو حالتونو کړېدلي دي. يوګيټا ليمايي يوه کمساري لاسرسي کې دې سيمې ته ورغلې، چې اوس ترې روسي ځواکونه وتلي دي. راپور کې یې داسې برخې دي، چې ښايي ځينو ته خواشينوونکي وي.